د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله د حسن نصر الله د وینا مهم اړخونه:-
(last modified Sat, 04 Nov 2023 02:45:41 GMT )
Nov 04, 2023 07:15 Asia/Kabul
  • د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله د حسن نصر الله د وینا مهم اړخونه:-

د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر الله په خپلې وینا کښې د قدس د نیواکګر رژيم د جنایتونو په هکله د عربو هیوادونو په چوپتیا باندې د نیوکې په ترڅ کښې ټینګار وکړ طوفان الاقصی عملیات کاملا فلسطیني او د فلسطین د ملت او د فلسطین د ایډیال لپاره دي.

د طوفان الاقصی د عملیاتو او دغه راز د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګونو او د جنایتونو څلور اونۍ تیریږي ، داسې جنایتونه چې تراوسه پکښې کابو نهه زره درې سوه کسان شهیدان او  کابو څلرویشت زره نور ژوبل شوي دي.

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله پرون په یوې وینا کښې د طوفان الاقصی عملیاتو او د صهیونیسټ رژیم جنایتونو او د عربو او د لویدیځو هیوادونو د کړچار بیلګې ته اشاره وکړه.

د لبنان د حزب الله د مشر په وینا کښې لومړی ټکی په دې موضوع  باندې ټینګار و چې طوفان الاقصی عملیات کاملا فلسطیني ماهیت لري او د مقاومت د چورلیز هیڅ یوې ډلې د دغو عملیاتو په هکله اطلاع نلرله.

حسن نصر الله په دې هکله وویل د طوفان الاقصی د عملیاتو د ترسره کولو فیصله او اجرا کول دواړه د فلسطینیانو لخوا وو او پلانونکو دغه پلان له ټولو ډلو حتی په غزې کښې دیره د مقاومت له ډلو څخه هم پټ ساتلي وو.

د دغو عملیاتو په کامل ډول پټ ساتل وو چې د ناڅاپۍ په عنصر سره یې بریالیتوب تضمین کړ.

بل ټکی دا و چې د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټ رژیم پینځه اویا کلن جنایتونه د طوفان الاقصی د عملیاتو د پلانونې او د اجرا کولو اصلي عامل وو.

سره له دې د فلسطین خلک له دردونو او کړاونو سره عادت شوي وو خو د اسرائیلو د سرزوري حکومت لخوا د تاوتریخوالو زیاتول سبب ول چې په غزې تړانګه کښې حالات سخت شي.

له بلې خوا د سمې د هیوادونو او د نړیوالې ټولنې انفعال هم سبب شو چې فلسطینیان له هر ډول نړیوال ملاتړ څخه ناهیلي شي او طوفان الاقصی عملیات اجرا کړي.

دریم ټکی دا و د هغو پروپاګنډو په اپوټه چې د ایران د اسلامي جمهوریت  او د مقاومت ډلو د اړیکو په هکله ترسره کیدل او حتی ځینې هیوادونه ادعا کوي د مقاومت ډلې د ایران له له خبرولو پرته هیڅ اقدام نه ترسره کوي.

طوفان الاقصی عملیات په هغو اقداماتو کښې شامل دي چې د حماس غورځنګ جنګیالیو ترسره کړي دي او د ایران اسلامي جمهوریت د دغو عملیاتو په هکله هیڅ اطلاع نلرله.

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په دې زمینه کښې وویل هغه څه چې په طوفان الاقصی عملیاتو کښې  رامینځته شول وښودله چې ایران د مقاومت په ډلو باندې هیڅ قیمومیت نلري او حقیقي فیصله کونکي د مقاومت ډلو مشران او د هغوې جنګیالي دي.

څلورم ټکی دا چې صهیونیسټ رژيم د امریکا او د اروپايي هیوادونو په مرستې او ملاتړ سره هڅه کوي چې په طوفان الاقصی عملیاتو کښې د شکست خوړلو زیاتوالی کم کړي خو حقیقت دا دی چې طوفان الاقصی  عملیاتو د اسرائیلو رژيم کمزورتیا او سستوالی او دا خبره چې صهیونیسټ رژيم  عنکبوت یعني د غڼي له جال څخه کمزوری دی وښود.

د امریکا حکومت او د هغه ولسمشر ، وزیران او جنرالانو ورودانګل چې صهیونیسټ رژیم وساتي ، داسې رژیم چې لړزیدا او هلته یوه زلزله راغلي وه چې هلته تر یوه حده هوښیاري ورستننه کړه او سبب شي چې دغه رژیم په خپلو پښو ودریږي خو تر دې شیبې پورې نه دی توانیدلی د عمل نوښت په لاس کښې واخلي.

په غیږې کښې د اسرائیلو د نیولو لپاره د امریکا دغه بیړې د صهیونیسټ رژیم کمزورتیا او سستۍ وښودله.

پینځم ټکی هم په عربي هیوادونو باندې نیوکه وه.

صهیونیسټ رژيم د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د وژلو او د نسل کشۍ په حال کښې  دی.

اکثره کسان چې شهیدان کیږي ښځې ، ماشومان او ملګي وکړي دي.

د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصر الله په تعبیر هیڅ حرمت نه ساتل کیږي او اسرائیل محلې او کوڅې په کامل ډول ورانوي.

سره له دې عربو هیوادونو تراوسه د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره جدي اقدام نه دی ترسره کړی او یوازې په خوله د صهیونیسټ رژيم جنایتوه غندي.

د لبنان حزب الله مشر د عربو هیوادونو دغه انفعال ته په اشارې سره وویل تاسو باید په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د تیریو د بندولو لپاره هڅه وکړئ. غندنه کافي نه ده او له اسرائیلو سره اړیکې غوڅې کړئ او له اسرائیلو خپل سفیرانه وباسئ. اسرائیلو ته د شیانو صادرول بند کړئ. کم قدرت خو  نلرئ چې د رفع سرحدي لاره پرانیزئ.»

او اخري ټکی دا چې د لبنان د  مقاومت غورځنګ حزب الله په تیرو څلورو اونیو کښې له صهیونیسټ رژيم په جنګ کښې د فلسطین د مقاومت ډلو مرسته کړي ده او دغه مرستې به دوام ولري.

په شمالي جبهې کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو ښکیلول سبب شول چې د اسرائیلو رژیم د تمرکز زیاته برخه په شمالي برخه ووسي او دغه موضوع د فلسطین له مقاومت ډلو سره ډیرې مرسته  کړي ده.

 

ټیګونه