د عراق اسلامي مقاومت لنډواټنه توغندی نندرته وړاندې کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار وختي راپور ورکړ چې د عراق اسلامي مقاومت نن له صهیونیسټ رژيم سره د مقابلې لپاره د یوه لنډ واټنه هوشمند توغندي مخه کتنه کوي.
د عراق اسلامي مقاومت وویل د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم جنایتونو چې د امریکا په مشرۍ سره ترسره کیږي ته په ځواب کښې د عراق اسلامي مقاومت نن د لومړي ځل لپاره عملیاتي ډګر ته د صارم د لنډ واټنه هوشمند توغندي له ورننوتلو پرده پورته کوي.
د عراق اسلامي مقاومت په داسې حال کښې له خپل لنډ واټنه هوشمند توغندي پرده پورته کوي چې نن سهار یې د سوریې په ختیځ کښې د امریکا د نیواکګرو عسکرو د مرکزونو پرضد توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو حملې کړي دي.
په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو په سوریې او عراق کښې د امریکا په پوځي مرکزونو باندې د عراق د اسلامي مقاومت د ځواکونو توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.
د عراق د النجبا د اسلامي مقاومت غورځنګ مشر شیخ اکرم الکعبي نن سهار په یوه پیغام کښې په نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټ رژیم په هدفونو باندې د بریالۍ او د دقیقې حملې خبر ورکړ او امریکا او صهیونیسټ رژیم ته یې خبرداری ورکړ چې نورې حملې راروانې دي.
هغه وویل د عراق اسلامي مقاومت د خدای پاک په عنایت او مهربانۍ سره په نیواکي فلسطین کښې په ایلات بندر په بریالیتوب سره برید وکړ.