عراق کښې د امریکا سفارت ته نږدې حمله شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142834-عراق_کښې_د_امریکا_سفارت_ته_نږدې_حمله_شوي_ده
مهر خبري اژانس راپور راکړی امنیتي سرچینو د بغداد په مرکز کښې د امریکا سفارت ته په نږدې سیمو باندې د توغندوي حملې خبر ورکړ.
(last modified 2023-12-08T09:22:40+00:00 )
Dec 08, 2023 08:05 Asia/Kabul
  • عراق کښې د امریکا سفارت ته نږدې حمله شوي ده

مهر خبري اژانس راپور راکړی امنیتي سرچینو د بغداد په مرکز کښې د امریکا سفارت ته په نږدې سیمو باندې د توغندوي حملې خبر ورکړ.

شفق نیوز نن سهار وختي د عراق د یوې مسوولې امنیتي سرچینې په قول راپور ورکړ د بغداد په مرکز کښې پرتې شینې سیمې کښې د امریکا د سفارت په شاوخوا سیمو باندې توغندوي حمله وشوه.

دغه سرچینې وویل د امریکا د سفارت د ننه د خطرې د سایرونونو له غږولو سره په یووخت په بغداد کښې د امریکا د سفارت ګیرچاپیر د څو بم چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.

مخکې د عراق رسنیو په اربیل سیمه کښې د امریکا د پوځیانو د دیره کیدا ځاې یعني «حریر» اډې کښې د څو بم چاودنو د غږونو د اوریدو خبر ورکړی و.

څو دقیقې وروسته د عراق د اسلامي مقاومت ډلې په یوې بیانیې کښې وویل چې د دوې جنګیالیو  د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم جنایتونو ته په ځواب کښې په بې پایلوټه الوتکې سره په اربیل هوايي ډګر کښې د امریکا د عسکرو په مرکز حمله کړي ده.

د فلسطین د غزې تړانګې او نورو فلسطیني سیمو پرضد د صهیونیسټ رژیم د حملو له پیلیدا او له دغو بریدونو د امریکا له هراړخیزه ملاتړونو وروسته په عراق او سوریې کښې د امریکا د پوځیانو په اډو باندې د بې پایلوټه الوتکو ، راکټونو او د توغندیو ډیرې حملې شوي دي.