په غزه کې د صهیونیسټ رژیم دوه نور پوځیان ووژل شول
د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویندوی دانیل هاګاري په غزې تړانګې کې د جګړې پر مهال د دوو نورو صهیونیسټي پوځیانو وژل کېدل تائید کړل، دغه راز یې د څلورو نورو د سخت ټپي کېدو خبر ورکړ.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ هاګاري دغه راز وویل: د ټپي شویو پوځیانو روغتیایي حالات هم نازک دی.
هغه زیاته کړه: د غزې په تړانګه کې د اسرائیلی بندیانو د ازادولو پر مهال دوه نور اسرائیلي پوځیان هم ټپيان شوي چې روغتیایي حالات یې نازک دی.
له بلې خوا د اسرائیلو یوې رسنۍ د جمعې په شپه اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د جمعې د ورځې په جګړو کې څلویښت تنه اسرائیلي پوځیان ټپيان شوي چې د بئر السبع ښار سوروکا روغتون ته لیږدول شوي دي.
په دغو کسانو کې د ۱۰ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.
په همدې حال کې د اسرائیلو پوځ د جمعې په شپه اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځ د پخواني لوی درستیز ګادي ایزن کوټ خوریه، ماور کوهن وژل شوی دی.
کوهن یوه ورځ وروسته له هغه ووژل شو چې د هغه د ماما ایزنکوټ زوی یوه ورځ وړاندې وژل شوی وو.