د یمن پرضد د امریکا بلا غوښتنه به ماتي وخوري
فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم له ملاتړو هیوادونو سره د یمن د جنګونو په دوام کښې د دغه هیواد د لوړې سیاسي شورا غړي« محمد علي الحوثي» خبرداری ورکړ د صنعا پرضد د امریکا هرډول ماجرا غوښتنه به له ماتي سره مخامخ شي.
د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي چې د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر لوړرتبه غری هم دی پرون دې ته په اشارې سره چې امریکا ګواښ کړی دی د یمن پرضد به ټولې جبهې فعالې کړي واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې هر ډول بلا غوښتنه به چې د دغه ګواښ د عملي کولو په لړ کښې وي له ماتي سره مخامخ شي.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي هم ټينګار وکړ دغه هیواد له هغه څه زیات قدرتمن دی چې د امریکا ، د بریتانیا او د اسرائیلو له حملو کوم تاوان وویني.
هغه واشنګتن ته خبرداری ورکړ چې د امریکا سلطه به ختمه شي او د یمن لوړه سیاسي شورا د یوې اوږدې مودې جنګ لپاره چمتو ده.
د یمن د لوړې سیاسي شورا لوړرتبه غړي محمد البخیتي هم مخکې ویلي وو چې د یمن ملت او وسله وال ځواکونه په سره سمندر کښې د امریکا د ائتلاف د ځواکونو له شتون او توغندیو څخه هیڅ ویره نلري او د فلسطین د مقاومت ډلو او د غزې د خلکو د مقاومت په ملاتړ کښې ثابت قدمه دي.