د غزې خلک هره ورځ د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطیني کډوالو د مرستې رسونې او کارموندنې ادارې آنروا (UNRWA) په یوې بیانیې کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، اعلان کړی، له هغه ځایه چې د غزې په تړانګه کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ننګونه ده، زیات خلک په دې سیمه کې د محرومیت او ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له امله، د غزې تړانګې یو اعشاریه نهه میلیونه وګړي بې کوره شوي، چې د دغې سیمې د نفوس ۸۵ سلنه برخه جوړوي، چې د درملو، د څښاک پاکو اوبو او خواړه له سخت بحران سره مخامخ دي او له بلې خوا د غزې ۶۰ سلنه زیربناوې هم ویجاړې شوې دي.
په دې شرایطو کې، د آلمان، سویس، ایټالیا، کاناډا، فنلنډ، آسټرالیا، بریتانیې، هالنډ، امریکا، فرانسې، اتریش او جاپان هېوادونو، د تل ابیب د ادعا په حواله چې د دې سازمان د کارکوونکو یوه برخه د"طوفان الاقصی" عملیاتو ملاتړ کړی دی، له آنراوا سره خپلې مرستې ځنډولي دي.
آنروا په خپله وروستۍ ارزونه کې، اعلان وکړ چې په غزه کې د څښاک پاکو اوبو او خوړو موندل ورځنۍ ننګونه ده او د دې تړانګې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅه کوي.
له دې سره، د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې تړانګې د شهیدانو شمېر له ۲۷ زرو څخه ډېر اعلان کړ.