فلسطیني مبارزانو د صهیونیسټي رژیم دوه ډرون الوتکې نسکورې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147026-فلسطیني_مبارزانو_د_صهیونیسټي_رژیم_دوه_ډرون_الوتکې_نسکورې_کړي
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطیني مقاومتي ډلو مبارزانو پرون په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د دغه کنډک مقاومتي ځواکونو په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژيم دوه هرمس ۹۰۰ جاسوسي بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
(last modified 2024-03-02T22:20:22+00:00 )
Mar 03, 2024 02:49 Asia/Kabul
  • فلسطیني مبارزانو د صهیونیسټي رژیم دوه ډرون الوتکې نسکورې کړي

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطیني مقاومتي ډلو مبارزانو پرون په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د دغه کنډک مقاومتي ځواکونو په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژيم دوه هرمس ۹۰۰ جاسوسي بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

د مجاهدینو کنډکونو په دغه بیانیه کې زیاته کړې چې له دغو بې پیلوټه الوتکو څخه یوه یې یوازې او بله یې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې القسام کنډک او د قدس د لوا په ګډو عملیاتو کې نسکوره کړې ده.

د هرمس ۹۰۰  بې پېلوټه الوتکه د اسرائیلي رژیم د هوايي ځواک دویمه لویه بې پیلوټه الوتکه ده، چې د جاسوسۍ او وژونکو عملیاتو لپاره کارول کېږي.

تر دې مخکې هم د قدس لوا اعلان کړی وو چې د مجاهدینو له لوا سره په ګډو عملیاتو کې یې د غزې د تړانګې په شمال کې د بیت لاهیا په اسمان کې د اسرائیلي رژیم یوه هرمیس ۹۰۰ بې پیلوټه الوتکه د سام ۷ توغندي په وسیله په نښه او نسکوره کړې ده.