عراق د اربعین لپاره نوي سمندر لاره جوړوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري پرون وویل لومړي وزیر او د پوځ قومندان د حسیني اربعین د زیارتوالو لپاره په بصرې کښې له ابوقلوس بندر څخه تر خرمشهر پورې د یوې نوي سمندري سرحدي لارې له جوړولو سره موافقت وکړ.
هغه دغه خبرې د حسیني اربعین د مراسمو د امنیت د تامینولو د لوړې امنیتي کمیټۍ په غونډې کښې کړي دي کومه چې د یوشمیر قومندانانو او د خدماتي او د امنیتي کمیټۍ د غړیو په ګډون سره وشوه او د امام حسین علیه السلام د اربعین د مراسمو د امنیت د تامینولو لپاره په چمتووالي غور وشو.
د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري وویل تیر کال عراق ته د ورغلیو خارجي زیارتوالو شمیر کابو پینځه میلیونه تنه و او سږ کال اټکل کیږي چې دغه شمیر زیات شي او دغه مسله له همدا اوس څخه د حسیني اربعین د مراسمو په ترسره کولو کښې د بریالیتوب لپاره زیات چمتووالي او د ځمکنیو لارو او د ټولو امنیتي او خدماتي چارو د تامینولو ته اړتیا لري.
هغه وویل حسیني اربعین په دنیا کښې یو تر ټولو مهم عبادي مراسم دي چې د نړۍ خلک ورته ځانګړی پام کوي.