د عراق د مقاومت په نیواکي ټاټوبي ډرون حمله کړې
د عراق اسلامي مقاومت د نیواکي ټاټوبي د جنوب په ایلات کښې په یو مهم هدف باندې د بې پایلټه الوتکو په ذریعه د برید خبر ورکړی دی.
د عراق اسلامي مقاومت د نیواکي ټاټوبي د جنوب په ایلات کښې په یو مهم هدف باندې د بې پایلټه الوتکو په ذریعه د برید خبر ورکړی دی.
د ایسنا د خبر له مخې، د عراق اسلامي مقاومت نن وویل چې په ایلات کښې یې «ام الرشراش» ښار په نښه کړی دی.
د عراق اسلامي مقاومت څرګنده کړه: له غزې تړانګې د ملاتړ په لړ کښې عملیات د فلسطینیانو خلاف د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د وژلو په ځواب کښې وشول او په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژيم د بریدونو د دوام په بڼه کښې به د دغه رژيم د سنګرونو خلاف عملیات لاسخت شي.
د عراق د اسلامي مقاومت نظامي رسنیو هم په ایلات کښې د نیواکګرو د پوځو اهدافو په لور د دریو بې پایلټه الوتکو د لیږلو ویډیوګانې خپرې کړې دي.
د عراق اسلامي مقاومت له دې مخکښې هم په نیواکي ټاټوبي کښې د اسرائیلو په اهدافو باندې د ډرون حملې کړې دي.