Jun 18, 2024 07:20 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګه کې د شهید شویو خبریالانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی

د غزې تړانګې د دولتي اطلاعاتو دفتر د یوه بل فلسطیني خبریال په شهادت سره، په غزه کې د شهید شویو خبریالانو شمېر ۱۵۱ تنه یاد کړی دی.

د الجزیرې د خبر له مخې، د غزې تړانګې د دولتي اطلاعاتو دفتر د محمود قاسم په نوم د وروستي شهید شوي خبریال د نوم په بیان سره اعلان وکړ چې پر غزې باندې د صهیونیسټي رژیم په وحشیانه حملو کې په تېرو آتو میاشتو کې د شهید شویو خبریالانو شمېر ۱۵۱ تنو ته لوړ شوی دی.

دا احصایې په داسې حال کې دي چې د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې ویلي چې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ نیټې څخه د غزې پر غزې تړانګې د خپلو بریدونو له پیل راهیسې تراوسه، ۳۷ زره او ۳۴۷ فلسطینیان شهیدان او ۸۵ زره ۳۷۲ نور هم ژوبل شوي دي.

ټیګونه