په لبنان د اسرائیلو بریدونه دوام لري
تهران راډیو - د لبنان ملي خبري آژانس د دغه هېواد په جنوبي سیمو باندې د صهیونیسټي پوځیانو د حملو د دوام خبر ورکړ.
د لبنان ملي خبري آژانس خبر ورکړ، چې د صهیونیسټی رژیم جنګي الوتکو د جمعې په شپه د لبنان په جنوب کې د «بنی حیان» او «مرکابه» ښارونو بمبارۍ وکړې.
د الاخباریه قدس خبري شبکې هم د لبنان په جنوب کې د بنت جبیل په کلي کې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د ډزو له امله د یو کس د ټپي کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې، د اسرائیلو د غاصب رژیم پوځیانو د هغه امبولانسونو مخه نیولې، چې سیمې د ټپي د انتقال په موخه تلو.
د اناتولیا خبری آژانس د جمعې په ورځ د صهیونیسټ رژیم او لبنان ترمینځ د اوربند د سرغړونو د ۱۱ پیښو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: له لبنان سره د دې موافقې له اجرا وروسته د دغه رژیم له خوا د اوربند د سرغړونو ټولټال شمیر ۳۶۴ پیښو ته رسیدلی دی.
د دغه رپوټ له مخې په بیروت کې د صهیونیسټ رژیم لخوا د جمعې په ورځ د اوربند په خلاف ورزیو کې د کورونو بمبارول او سوځول، د سړکونو بندول، د ماشیندارو ګزمې او د بې پیلوټه الوتکو الوتنه شاملې دي.
د یادونې وړده، مچې د اسرائيلو او لبنان ترمېنځ اوربند د نوامبر په ۲۷ نېټه د نړيوالو په منځګړيتوب نافذ شوی وو، خو صهيونېسټ رژيم له هماغه پيله په څرګنده له دغه اوربند څخه په سرغړونې سره خپل مکلفيتونه تر پښو لاندې کړي دي.