سعودي عربستان د یمن ضالع ولایت بمباران کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169328-سعودي_عربستان_د_یمن_ضالع_ولایت_بمباران_کړ
پارس‌ټوډی – د سعودی عربستان  هوايي ځواک د یمن په جنوب کې د ضالع ولایت ځینې سیمې بمباران کړې دي.
(last modified 2026-01-07T11:04:28+00:00 )
Jan 07, 2026 15:32 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن ضالع ولایت بمباران کړ

پارس‌ټوډی – د سعودی عربستان  هوايي ځواک د یمن په جنوب کې د ضالع ولایت ځینې سیمې بمباران کړې دي.

جګړه‌ییزو الوتکو د زبید په سیمه کې د «الزند» پوځي کمپ په نښه کړ.

المیادین ویلي چې سعودي ځواکونو دغه سیمه شپږ ځله بمبار کړې، چې د درنو چاودنو لامل شوې دي.

همدارنګه، د یمن سرچینو د اماراتو اړوند ځواکونو پر سیمو د سعودي د نورو بریدونو خبر ورکړی دی.