د یمن په مأرب ولایت کښې امریکايي ډرون نسکور کړی شو
May 19, 2026 05:34 Asia/Kabul
د یمن په مأرب ولایت کښې امریکايي ډرون نسکور کړی شو
پارس ټوډی- د یمن سیمه ایزو سرچینو د دغه هیواد په ختیځ کښې د یو پرمختللي امریکايي ډرون د نسکوریدو خبر ورکړی دی.
پارس ټوډی د ایرنا په حواله لیکلي: یمني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد وسله والو ځواکونو د یمن په ختیځ مأرب ولایت کښې په پرتې «الوادي» سیمه کښې د امریکې یوه MQ-۹ Reaper ډوله بې پایلټه الوتکه نسکوره کړې ده.
ټیګونه