اسلامی نړۍ دې دفلسطین دمظلوم ملت جدي ملاتړ وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i41374-اسلامی_نړۍ_دې_دفلسطین_دمظلوم_ملت_جدي_ملاتړ_وکړي
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجاني نن په تهران کې دفلسطین دانتفاضې دملاتړ په شپږم نړیوال کنفرانس کې پخپلې وینا کې په دغه کنفرانس کې دنړۍ دسیاسی چارواکو اوشخصیتونو دشتون په قدرونې سره وویل ، په داسې شرائطو کې یوو چې دفلسطین مظلوم ملت په ډير مظلومیّت کې ژوند تیروي او صهونیسټ وحشي رژيم پر دغه مظلومو خلکو دباؤنه دوه چنده کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 21, 2017 11:24 Asia/Kabul
  • اسلامی نړۍ دې دفلسطین دمظلوم ملت جدي ملاتړ وکړي

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجاني نن په تهران کې دفلسطین دانتفاضې دملاتړ په شپږم نړیوال کنفرانس کې پخپلې وینا کې په دغه کنفرانس کې دنړۍ دسیاسی چارواکو اوشخصیتونو دشتون په قدرونې سره وویل ، په داسې شرائطو کې یوو چې دفلسطین مظلوم ملت په ډير مظلومیّت کې ژوند تیروي او صهونیسټ وحشي رژيم پر دغه مظلومو خلکو دباؤنه دوه چنده کړي دي .

ډاکټر لاریجاني  زیاته کړې ، دملګرملتو  د امنیت شورا پریکړه لیکونو او نړیوالو قوانینو ته بې پروا    اسرائيلو  دپارلیمان  کنیسټ   په تصویبولو سره  دخپلو ښآرګوټو جوړولو  کار نور هم زیات کړی دی .

 دایران د اسلامی شورا مشر همدارازروښانه کړې  اسرائيل  په ځينو اسلامی هیوادونو کې  په دخالتونو او شخړو جوړولو سره   دفلسطین د موضوع  په هیرولو  او  د اصلي  دښمن په ځاي دفرعي  ښمن  په راوستو پسې دی

همداراز دفلسطین  له انتفاضې دملاتړ په دغه شپږم نړیوال کنفرانس کې  دلبنان د پارلیمان بنی بري هم پخپلې وینا کې  وویل  دغه نړیوال کنفرانس   له لبنان او مقاومته  دملاتړ په دلبیل  دایران داسلامی جمهوریت دقدرونې لپاره  یو ځل بیا فرصت دی ، اسلامی  ایران  په لبنان کې  پوځ ،ملت اومقاومت  له طلائي مثلته   ملاتړ وکړ ،څ،  د دغه هیواد مهمې برخې آزادې  کړي او صهونیسټ رژيم   مجبوره شي ، دامنیت شورا   ۱۷۰۱پریکړه   یعني  د درې دیرش ورځني جنګ  دختمیدا پریکړه لیک  اجرا کړي. 

 هغه همداراز  دلبنان مقاومت    داسرائيلو د  باؤؤ   دماتولو  او دهغو  پوځ  ته دماته  ورکولو  یوه څرګنده بیلګه  وبلله او  او وې ویل   اسلامی نړۍ باید دفلسطین موضوع  هماغه راز خپلو مهمو موضوعګانو په سر کې وساتي او دخپلې لومړنۍ  قبلې یعني مسجد الاقصی  په آزادولو کې دې دفلسطین ملت یوازې پرې نه ږدي .

همداراز په دغه کنفرانس کې دعمان دپارلیمان  مشر خالد المعولي  هم پخپلې وینا کې  په دې خبرې په ټينګار  سره چې  دفلسطین دملت کړاؤ او دردونه ،  یوه داسې ستره انساني غمیزه ده چې ټول اسلامی امت سره  لاس اوګریوان  دی وویل ،  قدس شریف  د وحشي ډوله  صهونیسټي رژیم  په لاس دله مینځه تلو په حال کې دی  چې باید  اسلامی امت په دې باب جدي ګامونه پورته کړي .

 دغه راز  په دغه کنفرانس کې   د فلسطین داسلامی جهاد  غورځنګ عمومی منشي  رمضان عبدا.... هم  پخپلې وینا کې  وویل  صهونیسټ رژیم  له ډیرو بدو شرائطو سره  مخ دی او سربداله شوی دی.  هغه  همداراز   دفلسطین د انتفاضې دملاتړ لپاره   دنړیوالو کنفرانسونو دترسره کولو لپاره  دایران د ولس وپارلیمان ،حکومت   او لوړپوړو چارواکو  هلې ځلې وستایلې او وې ویل ،  دغه نوښت ،  دفلسطین  دمظلوم ولس  په ملاتړ اوپشتیبانۍ کې   دایران د اسلامی جمهوریت  ددریځونو دصلابت او ثبات  ښودنه کوي .