د آل خلیفه رژیم د وژل شویو اعتراض کونکو د جنازو له مراسمو مخنیوی کوی
(last modified Sat, 27 May 2017 10:22:13 GMT )
May 27, 2017 14:52 Asia/Kabul
  • د آل خلیفه رژیم د وژل شویو اعتراض کونکو د جنازو له مراسمو مخنیوی کوی

د ایران د راډیو ټلویزون د خبری آژانس د راپور سره سم، په بحرین کی د آل خلیفه رژیم غواړی د«الدراز» په سیمه کی وژل شوی کسان د جنازی له مراسمو پرته، خاورته وسپاری.

د دغه راپور له مخې، د بحرین دولت د هغو بحرینی مخالفانو د مړو له سپارلو څخه، چی د بحرینی لوړ پوړی دینی عالم، شیخ عیسی قاسم، څخه په دفاع کی وژل شوی دی؛ ډډه کړې ده، او غواړی چی دغه وژل شوی کسان د جنازی له مراسمو څخه پرته،ښخ کړی.

د بحرینی وژل شویو کسانو کورنۍ هم، د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان کړئ، چی د الحوره پولیسو له هغوی سره خبری کړی، او ویلی یی دی، چی له هری کورنۍ څخه یواځی دوه تنه کولای شی، د جنازی په مراسمو کی برخه واخلی.  

 

ټیګونه