منځنی ختیځ په تیره اونۍ کی
تیره اونۍ منځنئ ختیځ د مهمو بدلونونو کتونکئ ؤ، خو د قطر او د عربستان او د هغه د متحدینو ترمنځ لانجه، د لبنان د انتخاباتو د قانون د نوې مسودې تصویبیدل، او همداراز په العوامیه کی د آل سعود د جنایتونو دوام، د دغې سیمې له نورو پیښو څخه په زیاته اندازه له اهمیت څخه برخور ؤ.
ریاض ته د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» له سفر څخه لږه موده وروسته، د قطر او عربستان ترمنځ لانجه پیل شوه. د ریاض په عربی- اسلامی غونډې؛ په تیره بیا د یادې غونډې په ایرانی ضد دریځونو باندی د قطر د امیر نیوکه، د ۲۰۱۷ م کال د جون په ۵ نیټه؛ له دوحه سره د اړیکو د پری کیدو، او د پولو د بندیدو په چوکاټ کی د قطر په خلاف د سعودی دولت د بیړنی او مغرورانه عکس العمل سبب شوه، چی دغه اقدام یو ځلې بیا د ملک سلمان د دولت یرغلیز او تیریګر بهرنئ سیاست څرګند کړ.
دغه کړکیچ او لانجې؛ چی د سعودی عربستان د یو شمیر سیمه ایزو ملګرو په پیروۍ، او له دوحه سره د اړیکو د پری کولو لپاره؛ پر څو کوچنیو عربی هیوادونو باندی د ریاض په فشار سره یی، پراختیا وموندله، تیره اونۍ هم دوام درلود. له سعودی عربستان؛ اماراتو او بحرین سره د قطر د ځمکنیو، هوایی او سمندری پولو تړل کیدل، په قطر کی په تیره بیا د خواړه په برخه کی د امنیتی اندیښمنیو د را پیداکیدو سبب شول؛ چی البته دغه اندیښمنۍ د ایران د اسلامی جمهوریت په مرسته، او له تهران څخه دوحه ته د لس ګونه ټنه خوراکی موادو په لیژلو سره، تر یو حده پوری له منځه لاړې. پداسی حال کی چی د سعودی دولت او د هغه د متحدینو دغه اقدام، د قطر د کلابندۍ او پدغه هیواد کی د نا آرامۍ او د واکمن دولت په ضد د ټولنیزو ښورښونو د رامنځته کولو په هدف سره بڼه ونیوله، خو د عربستان خارجه وزیر«عادل الجبیر» ادعا وکړه؛ چی موږ قطر کلابند کړئ نه دئ، بلکه د خپل حاکمیت له حق څخه استفاده کوؤ. موږ چمتو یو تر څو قطر ته خواړه او طبی مرستې ولیږو.»
د قطر او عربستان ترمنځ لانجه؛ له ریاض څخه د ډونالد ټرمپ له څرګند ملاتړ سره مل شوه. امریکایی مقامونه؛ له دوحه سره په لانجه کی، له ریاض څخه د دغه پلوی کولو په توجیه کی وایی: چی قطر له ټروریزم او افراط پالو ډلو څخه مالی ملاتړ کوی. په همدی زمینه کی، د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا رئیس«ایلان برمن»، په هغه تحلیل کی چی«یو؛اس نیوز» خپور کړ، د امریکی لپاره د قطر دوه ګونی رول ته اشاره وکړه، او ویی لیکل:« پداسی حال کی چی، دوحه د العدید اډې د جوړولو، او د امریکی له لسو زرو پوځیانو څخه د کوربه توب لپاره؛ په څه د پاسه یو میلیارډ ډالریزې پانګی ایښودنې سره، د امریکا د دولت لپاره استراتجیک شریک ګنله کیږی؛ خو په عین حال کی دوحه، له هغو افراط پالو ډلو څخه په مالی ملاتړ سره؛ چی په کلکه د امریکا په خلاف دی؛ د امریکی د ملی ګټو په ضد ګام پورته کوی.»
سره له دې حاله، یو شمیر امریکایی څیړاندی هم، د امریکی لپاره د قطر جیو پلټیکی اهمیت ته اشاره کوی، او په یو ډول د ټرمپ دولت له خوا، د لا سنجول شوی دریځ غوښتونکی دی. په همدی هکله؛ د امریکی لپاره د قطر د اهمیت په باره کی د« FORBES » سایټ څیړاندئ«نیال مک کارتی» دغه موضوع ته اشاره کوی،« د فارس خلیج د حوزې په هیوادونو کی له کویټ وروسته؛ چی د ۱۵ زرو امریکایی پوځیانو کوربه توب کوی، قطر د لسو زرو امریکایی پوځیانو په کوربه توب سره، د زیات شمیر امریکایی پوځیانو کوربه دئ.»
د لبنان دولت تیره چهار شنبه، د جون په ۱۴ نیټه، د دغه هیواد د انتخاباتو د نوی قانون مسوده، چمتو او تصویبه کړه. دغه مسوده؛ د پارلمان د نمایندګانو له موافقې وروسته په قانون بدلیږی، او ټاکل شوې ده د ۱۹۶۰ م کال د تصویب شوی قانون پر ځای، چی په«شپیتم» قانون باندی یادیږی؛ غوره شی. د ۱۹۶۰ کال قانون د «اکثریت» د سمبول په اساس دئ؛ چی د زیاترو لبنانی ډلو له مخالفت سره مخامخ دئ، ځکه چی د دغه قانون سره سم، په هره انتخابی حوزه کی، د هغه لیسټ ټول غړی چی له اکثریت څخه برخمن شی؛ پارلمان ته لاره پیداکوی، او نور ګوندونه په هغې حوزه کی، پارلمان ته له ورتلو څخه بی برخی کیږی.
د لبنان د انتخاباتو په نوی قانون کی د«نسبیت» سمبول، او په ۱۵ ؤ انتخابی حوزو کی د انتخاباتو ترسره کیدل، تائید شول. د نسبیت قانون پدی معنا دئ، چی هره ډله او ګوند پخپله انتخابی حوزه کی د خپلو رأیو په اندازه، استازی ولری؛ حتی که په هغې حوزه کی د مخکښو لیسټونو جزء نه وی. که د لبنان پارلمان هم؛ د دغه هیواد د انتخاباتو نوئ قانون تصویب کړی، د لبنان د پارلمان راتلونکی انتخابات به، د ۲۰۱۸ م کال د مۍ په میاشت کی د نوی قانون په اساس، ترسره شی.
تیره اونۍ هم، د سعودی عربستان په ختیځو سیمو کی په تیره بیا په العوامیه کی د آل سعود جنایتونو دوام وموند، او دغه ښار هماغه راز د سعودی ځواکونو د کلابندۍ او حملو کتونکئ ؤ. تیره اونۍ، د العوامیه غیر پوځی او روژه تی خلګ، او ښځی او ماشومان، پر دې سیمی باندی د سعودی ځواکونو د تیری قربانیان ؤ.
سعودی ځواکونو، د تیری مۍ میاشتې له لسمی نیټې څخه، د نوی عمران؛ او د القطیف ولایت په نورو برخو کی د نویو کورونو د ورکولو په پلمه، د العوامیه ښار د خلګو پر کورونو باندی د حملې په شمول؛ د ښار په لرغونو ځایونو باندی په پوځی چورلکو او زرهپوښونو سره یرغل وکړ. العوامیی ښار ته ټولې ورغلی لارې د سعودی پوځیانو له خوا، تړلی شوی دی؛ او پدغه ښار کی د موټرانو له تلو راتلو، او د هغه دننې ته د تدارکاتو او وسلو له منتقلیدو څخه په کلکه مخنیوئ کیږی. پدې موده کی د العوامیه ښار په لس ګونه غیر پوځیان وژل، یا ژوبل شوی دی.
له خپل تاریخی ټاټوبی څخه؛ (چی ۴۰۰ کاله مخینه لری)، له وتلو سره د العوامیه سیمې د المسوره ناحیې د اوسیدونکو مخالفت کول، د عربستان پر ختیځو سیمو په تیره بیا العوامیه باندی د آل سعود د حملو د نوی دور د پیلیدو لپاره، په یوې پلمې بدل شول. د المسوره سیمی اوسیدونکو اعلان وکړ؛ چی عربستانی مسؤلانو ژمنه کړې وه، چی د دغه ولایت په نورو برخو کی، هغوی ته یو شمیر کورونه ورکړی، خو د هغوی کورونه وران شوی؛ او دغه کسان د پناه ځای په توګه، له واټ پرته؛ بل ځای نه لری.
که څه هم د سعودی حکومت؛ د المسوره د سیمې په شمول د العوامیه د لرغونو کورونو او آثارو د ورانولو اصلی علت، د پخوانیو او پوګه ځایونو بیا جوړول اعلان کړل، خو د آل سعود اصلی هدف؛ د دغې سیمې بشپړ نابودول دی؛ ځکه چی المسوره د پخوانیو کورونو په لرلو سره، د اعتراض کونکو د آسانه پټیدو امکان چمتو کاوه.
د العوامیه ښار د اهمیت په باره کی،«استیون سهیونیه» په هغه مطلب کی، چی یی د ۲۰۱۷ م کال د مۍ په ۱۹ نیټه، د«امریکن هرالډ ټریبون» په سایټ کی ولیکل: دغه موضوع ته اشاره کوی، چی« د العوامیه ښار؛ په شیخ نمر باندی مشهور د«نمر باقر النمر» زیږن ځای دئ، چی په ۲۰۱۲ م کال کی د عربستان د شیعیانو له اعتراضونو وروسته، نیول شوئ او د ۲۰۱۵ کال د اکټبر په ۱۵ مه نیټه؛ د عربستان جنایی محکمې، نوموړئ د ملی امنیت په خلاف د اقدام، او محاربې په دلیل، په تورې سره په اعدام، او د خلګو د سترګو په وړاندی په صلیب باندی په ځړولو محکوم کړ، او دغه حکم هم د ۲۰۱۶ م کال په جنورۍ کی، د نورو ۴۶ کسانو سره مل اجرا شو. العوامیه، د سعودی دولت په خلاف د مقاومت په مرکز شهرت لری.»
په العوامیه کی د آل سعود اقداماتو، یو ځلې بیا وښودل؛ چی دیکتاتوران او پاچایان، تل د سمبولونو له مطرح کیدو څخه ویره لری. په بحرین کی د مبارزې په سمبول باندی د لولو چوک بدلیدل، د دی سبب شول؛ چی آل خلیفه دغه چوک وران کړی. اوس هم په عربستان کی د المسوره کلئ په نښه شوئ دئ.
د ملګرو ملتو سازمان، د روان میلادی میاشتې په لمړیو کی د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ، چی هغه کړچار چی عربستان په العوامیه کی سرته رسوی د بشری حقوقو نقضیدل دی، او باید په چټکۍ سره د دغې سیمې ورانول؛ چی ۴۰۰ کاله مخینه لری بند کړی، او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ور کړل شی.»