منځنی ختیځ په تیره اونۍ کی
که څه هم منځنئ ختیځ په تیره اونۍ کی؛ د سوریې او یمن د بدلونونو، د آل سعود په وسیله د څلورو عربستانی ښاریزو د اعدامولو، او په لیبیا کی د امنیتی بدلونونو په شان چارو کتونکئ ؤ؛ خو د عراق د موصل آزادیدل، او د قطر او عربی هیوادونو ترمنځ د لانجې دوام موندل، د منځنی ختیځ د تیری اونۍ ډیر مهم بدلونونه ګنلای شو؛ چی پدی پروګرام کی دغه بدلونونه په مفصله توګه څیړو.
د موصل د آزادولو عملیات؛ باالآخره د جولای په ۱۰ نیټه له ۹ ؤ میاشتو وروسته، پایته ورسیدل. د موصل د آزادولو عملیات، د ۲۰۱۶ کال له اکټبر څخه پیل شول. د عراق لمړئ وزیر«حیدر العبادی» د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ، په رسمی توګه د نینوا ولایت مرکز(موصل) ته لاړ، او د داعش ترهه ګرو له نیواک څخه د موصل بشپړ آزادیدل، اعلان کړل.
داعش د ۲۰۱۴م کال د جون له میاشتې څخه عراق ته داخل شو، او دری کاله یی د دغه هیواد ځینی برخې تر خپل نیواک لاندی در لودلې. د داعش نام نهاده خلیفه«ابوبکر البغدادی»، د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کی، د موصل په نوری جومات کی د خلافت اعلان وکړ، او د اسلامی خلافت جوړول یی خپل ډیر مهم هدف وباله. خو څرنګه چی خبری سرچینی اعلانوی، د اسلامی خلافت د جوړولو آرمان او خیال، یواځی د البغدادی لپاره مړینه په سوغات راوړې ده. که څه هم تر اوسه لا د البغدادی د مړینی په هکله ابهام وجود لری، خو بیله شکه؛ د ابوبکر البغدادی په شان جنایت کار کس لپاره یو ځلې مړینه، ډیره لږه ده.
د عراق خلګو پداسی حال کی واټونو ته په راوتو سره؛ د داعش له نیواک څخه د موصل د آزادیدو جشن جوړ کړ، چی هیڅکه د دغه جنایت کاری ډلې او د هغې د مشر«ابوبکر البغدادی» دری کلن جنایتونه، له یاده نه باسی. د عراق خلګ به هیڅکه دا مسئله هیره نه کړی، چی داعشی ترهه ګرو څرنګه په ډیره ویرونکې توګه ډله ایزې وژلی ترسره کړې، څرنګه عراقی ښاریز ژوندی ژوندی په اور کی وسوځیدل، او ژوندی په خاورو کی ښخ شول. د ښځو او ماشومانو په خلاف د جنایت؛ د سنجار د فاجعې او د سل ګونو زرو بی ګناه ښاریزو د وژلو او ټپی کولو، او د نږدی دری میلیون عراقیانو د کډوالولو د جنایت هیرول هم، د عراق د خلګو لپاره آسانه نه وی. خو بیله شکه د عراق خلګ، له دې کبله چی د دغه هیواد ځمکنۍ بشپړتیا؛ د امنیتی ځواکونو او پولیسو؛ او په تیره بیا د حشد الشعبی ؤلسی ځواکونو د مجاهدتونو او هلو ځلو له برکته، وساتله شوه، خوشحاله دی. د داعش ماته به؛ د عراق د خلګو لپاره د عطف یو مهم ټکئ وی، چی د دغه هیواد په تاریخ کی به ولیکله شی.
په عراق کی د داعش د ماتې د علتونو په څیړلو کی هم باید، ګڼو موضوعاتو ته اشاره وکړو، خو د عراق د مجلس اعلای اسلامی سیاسی سلا کار«سید محسن حکیم»، پدې هکله دری عوامل او لاملونه، له نورو عواملو څخه مهم ګنی؛ چی د آیت الله سیستانی فتوا، د داعش سره په مبارزه کی د عراق د خلګو او ځوانانو را پاڅیدل، او همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت مهمی مرستې پکی شاملیږی.
یو بل مهم ټکئ دا دئ، چی د موصل د عملیاتو پایته رسیدل، یواځی له پوځی نظره د داعش ختمول دی، خو هماغه راز د عراق په ځینو برخو کی د داعش مفکوره شته. یو بل ټکئ هم دا دئ، چی د عراق دولت د له داعش څخه په وروسته دوره کی هم، مهمې دندې په غاړه لری؛ چی د عراق د صدر جریان مشر«مقتدی صدر»، تیره اونۍ د موصل د سقوط د عواملو محاکمه کول،د کډوالو او زیان لیدلو کسانو وضعیت ته رسیدګی کول، او همداراز د عراق په لویدیځو پولو کی د امنیت ټیګول، د عراق د دولت لپاره دری مهم لمړیتوبونه وبلل، چی باید جدی رسیدګی ورته وشی، داسی لمړیتوبونه چی حیدر العبادی هغو ته د رسیدګۍ په ضرورت ټینګار کړئ ؤ.
د قطر او د هغه د بایکاټ کونکو؛ لکه عربستان، مصر، امارات او بحرین ترمنځ لانجې، تیره اونۍ هم دوام درلود، او حتی کویټ؛ دوحه او جدې ته د امریکا د خارجه وزیر«رکس ټیلرسن» څلور ورځنئ سفر هم، ونه شو کړای د لانجې د بندیدو او حتی کمیدو سبب شی.
په واقعیت کی د قطر او څلورو عربی هیوادونو ترمنځ د کړکیچ په هکله د تیری اونۍ بدلونونه، کولای شو د تحرکاتو دری دستې وبولو. لمړنۍ موضوع؛ د قطر دولت تحرکات دی؛ چی ښیې دوحه د ریاض او د هغه د ملګرو په وړاندی د شاته تګ نیت نه لری. په همدی لړ کی د قطر دولت، د اړتیا وړ شیدو د پوره کولو لپاره؛ له جرمنی څخه د ۴ ؤ زرو غوایانو د واردولو، او د تپلی بایکاټ له کبله د زیانمن شویو کسانو شکایتونو ته د رسیدګۍ د کمیټې د جوړولو په شان، اقدامونه سرته رسولی دی. همداراز د ترکیې د پوځیانو پنځمه ډله هم له قطر سره د ګډې مانورې د سرته رسولو په منظور؛ قطر ته ورسیدله. د دغه هیواد خارجه وزیر هم په تیره اونۍ کی څو ځلې اعلان وکړ؛ چی قطر به دباؤونو ته تسلیم نه شی، او یواځی رغنده خبرې اترې، او د دغه هیواد حاکمیت ته احترام کولای شی، د دغې لانجې د هوارۍ زمینه برابره کړی.
بله موضوع، د قطر په ضد د عربستان او د هغه د متحدینو د یرغلیز سیاست دوام دئ.
د عربستان او د هغه د متحدینو د تیری اونۍ تحرکات، په تیره بیا د جدې په غونډه کی، چی تیره چهار شنبه ترسره شوه؛ پدې هکله د قطر د بایکاټونکو هیوادونو د اطلاع رسونی د وزیرانو نظر څرګندونو، چی د قطری رسنیو فعالیت له ټرویزم څخه لا خطرناک دئ؛ وښودل چی سعودی محور او ډله د دی پرځای چی له قطر سره خبری اترې وکړی، هڅه کوی دغه هیواد د ځان په وړاندی تسلیم کړی. د سعودی اړخ همدغه سیاست، د فارس خلیج ته د« رکس ټیلرسن » سفر هم، چی د تیری اونۍ د بدلونونو دریمه برخه یی جوړوله؛ تر شعاع لاندی را وست، او د دی سبب شو چی د امریکی خارجه وزیر؛ تش لاس واشنګټن ته ور وګرځی. په همدی هکله؛ عربی لوړ پوړئ او مشهور څیړاندئ«عبدالباری عطوان» د لندن چاپ رای الیوم ورځپاڼی لپاره په یو مطلب کی ولیکل:« هر کله چی د امریکا خارجه وزیر؛ د(اکسون موبیل) تیلی ستر شرکت د ریاست له کبله، د فارس خلیج د حوزې له فضا څخه مناسب شناخت او مخینه لری؛ بیله هر ډول نظر څرګندولو څخه له دوحې څخه ځی، دا پدې معنا ده چی د ویلو وړ خبره نه لری؛ چی د هغه د ماموریت د بری نښه وی، او همداراز دا چی د کړکیچ ټولو اړخونو بیله شاتګه، پخپل دریځ ټینګار کړئ، او دکویټ لپاره د هیڅ ډول منځګړیتوب ځای پاتی نه دئ. مبالغه نه ده که وویل شی؛ د قطر مخالف هیوادونه د ټیلرسن د ماموریت د ماتی سبب شول.»
ټیلرسن پداسی حال کی کومې نتیجې ته له رسیدو پرته، د فارس خلیج له سیمې څخه لاړ، چی په سپینه ماڼۍ کی د دغې عربی خپل منځی لانجې په باره کی کومه اجماع وجود نه لری. په همدی هکله د امریکا د استراتجیکو مطالعاتو د مرکز لوړ پوړی شناندی، د جولای په دریمه نیټه ولیکل: «متحده ایالتونه باید د قطر له روان بحران؛ او هغو بندیزونو او الټیماټم سره په مقابله کی، چی سعودی عربستان او عربی متحده اماراتو پری تپلئ دئ، ډیر پاملرنه او ځیرتیا ولری. د ټرمپ په دولت کی اوسنئ د نظر اختلاف، چی په هغه کی د کابینی دوه مهم غړی، رکس ټیلرسن او جیمز ماتیس، د روغې جوړې او منځګړیتوب غوښتونکی دی؛ پداسی حال کی چی د ؤلس مشر مامورین؛ هغه د سعودی او اماراتو په ګټه بلې خواته لارښوونه کوی، او پدې توګه یو د نه منلو وړ خطر، د متحده ایالتونو پر استراتجیکو ګټو باندی ور تپی. د عربستان او اماراتو په ملاتړ کی د ؤلس مشر نه سنجول شوې او حیرانونکی خبرې، د فارس خلیج د څنډې هیوادونه؛ د بیلتون په خطر کی راولی، قطر د ایران او ترکیې خواته لارښونه کوی، او د ایران مخه نیونکئ تمرکز له منځه وړی؛ او همداراز پدې سیمه کی د متحده ایالتونو نفوذ او اعتبار کمزورئ کوی، او امریکا پداسی یوه سیمه کی اوږد مهالو سیالیو ته اړ باسی، چی په هغې کی ډیر مهم استراتجیک لمړیتوبونه لری.»
دوه مهم ټکی چی د دغو لانجو د دوام لپاره د تیری اونۍ په څیړنو کی یی شتون درلود، د دغې لانجې په دوام کی د اسرائیلو ګټه، او همداراز د سره پاشل کیدو درشل ته د فارس خلیج د همکارۍ شورا راتلل دی. اسرائیل پدغه لانجه کی له سعودی عربستان څخه د ملاتړ په کولو سره، د تل آبیب او عربستان تر منځ د مستقیم هوایی کریډور د رامنځته کولو زیاته هڅه کوی.
په ټول کی باید ووایو؛ د عربانو ترمنځ د لانجې له پیلیدو څخه د نږدی ۴۰ ؤ ورځو له تیریدو سره سره، تر اوسه لا د دغه کړکیچ د کمیدو په هکله، نښې نښانی نه لیدلی کیږی، او حتی انتظار کیږی چی دغه کړکیچ په راتلونکو ورځو کی زیاتوالئ هم ولری.