سعودی عربستان اوس هم دترهګرو ملاتړ کوی
Aug 08, 2017 07:27 Asia/Kabul
-
سعودي عربستان او متحده عربي په عراق کښې د بعث ګوند د را ژوندي کولو کوشش کوي .
زمونږخبریال وایی د عراق د ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی دمشر مرستیال ابو مهدی المهندس وویل په عراق کښې د سعودی عربستان حقیقی رول نه دی بدل شوی او ریاض اوس هم دترهګرو ملاتړ کوی .
هغه دې ته په اشارې سره چې سعودی عربستان له ترهګرو سره دمبارزې پرځاې دعراق له حکومت او الحشد الشعبی ولسی ځواک سره جنګ پیل کړی دی وویل سعودی عربستان په عراق کښې د وسله والې ملیشا ډلې په جوړولو کښې له ناکامه کیدا وروسته په القاعده او نورو ترهګرو ډلو پانګونه وکړه .
المهندس دغه راز دعراق په کردستان کښې د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو کنسولګرۍ له داعش ترهګرې ډلې په ملاتړ تورنې کړې او په دې زمینه کښې په باورې اطلاعاتو استناد سره یې وویل دغه دوه (۲)هیوادونه په عراق کښې د بعث ګوند د را ژوندی کولو کوشش کوی .
ټیګونه