آل سعود رژیم او متحده عربی امارات دامریکا دسلطه ګرۍلپاره په تالی څټوبدل شوی دی
(last modified Sun, 01 Oct 2017 03:04:43 GMT )
Oct 01, 2017 07:34 Asia/Kabul
  • آل سعود رژیم او متحده عربی امارات دامریکا دسلطه ګرۍلپاره په تالی څټوبدل شوی دی

دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثی پرون د دغه هیواد دحسینی ویرجنو په ټول کې پخپلې ویناکې ټینګار کړی ، داستکباری اواستعماری دسیسو او دسلامی امت دویشلو په مقابل کې باید له حسینی حماسې درس واخستل شی

المسیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ،هغه دغه راز  د  سعودی  تیریګرو په مشرۍ  له تریګرو قدرتونو  سره په مقابلې کې  دیمن د  غیرتمند  ولس  او په تیره بیا دقبایلو   درول په قدرونې سره  دټولنې تولې پرګنې   له تیریګرو سره  دمقابلې لپاره لازیات وحدت اویو موټی کیدا ته وبلل او  دیمن له ولسه ئې وغوښتل  هر هغه څه چې  په وس کې ئې لری ،  له تیریګر دښمن سره  دمقابلې لپاره ئې وکاروی .

 الحوثی دخپلې وینا په بلې برخې کې   په لبنان او فلسطین کې  د مقاومت  دملاتړ په اعلانولو سره  زیاته کړې ،  په یمن کې به د امریکا او نړیوال استکبار له سپیرو   پروژو د سیسو سره  مقابله وکړی . . هغه دغه راز دیمنی لورو ترمینځ   هر ډول شخړې اونښتې  دیمن دګټو  په خلاف  او  د امریکا، اسرائیلو ،آل سعود رژیم او  اماراتو په ګټه وبللې  او  درست لوری ئې  اتحاد او په خود کې کیدا ته وبلل .  هغه په عین حال کې  ووئیل  دحسینی عاشورا فلسفه  داده چې   دامام حسین علیه السلام   انقلاب  تل پاتې او  ابدی دی  او راتلونکی نسلونه به تر قیامته ورځینی  ګټې پورته کړی

 

ټیګونه