بحریني مظاهره چیانو د شیخ عیسی قاسم د کور د محاصرې په ختمیدو ټینګار وکړ
(last modified Sat, 27 Jan 2018 03:05:30 GMT )
Jan 27, 2018 07:35 Asia/Kabul
  • بحریني مظاهره چیانو د شیخ عیسی قاسم د کور د محاصرې په ختمیدو ټینګار وکړ

د آل خلیفه رژيم پوځیانو پرله پسې په اتیایمه اونۍ په الدُراز سیمه کښې چرته چې د شیخ عیسی قاسم کور دی، د شیعه مسلمانان د جُمعې د لمانځه مخه ونیوله.

د بحرین خلکو د خپل هیواد د مشهور عالم شیخ عیسی قاسم د کور د کلابندۍ د غندنې په موخه د هیواد په مختلفو سیمو کښې د آل خلیفه رژيم خلاف مظاهرې وکړې.

ایرنا د بحریني فعالانو په حواله خبر ورکړی چې د بحرین خلکو بیګا د پلازمینې منامې په شمول مختلفو سیمو او ښارونو کښې د شیخ عیسی قاسم په ملاتړ کښې شعارونه ورکړل.

بحریني مظاهره چیانو د شیخ عیسی قاسم د کور د محاصرې په ختمیدو ټینګار وکړ.

په عین حال کښې د آل خلیفه رژيم پوځیانو پرله پسې په اتیایمه اونۍ په الدُراز سیمه کښې چرته چې د شیخ عیسی قاسم کور دی، د شیعه مسلمانان د جُمعې د لمانځه مخه ونیوله.

د آل خلیفه رژيم له دې کار وروسته په الدراز سیمه کښې د دغه رژيم خلاف پراخې مظاهرې وشوې.

یاده دې وي چې آل خلیفه رژيم د شیخ عیسی قاسم د تابعیت په سلبولو او د هغه په محاکمې سره د ۲۰۱۶ کال له جون میاشتې راهیسې د دغه دیني عالم د کور خواوشا (الدُراز سیمه) کلابنده کړړې ده. او له همهغه وخت راهسیې د بحرین یوه ډله ځوانانو د علمانو په مشرۍ په دغې سیمې کښې د شیخ عیسی قاسم د کور خواوشا د هغه د دفاع په نښه اعتراضي پرلتۍ وهلې دي.

 

ټیګونه