د ۲۴ نور بحريني ښاريزو تابعيت سلب کړے شو
(last modified Sun, 22 Apr 2018 10:15:11 GMT )
Apr 22, 2018 14:45 Asia/Kabul
  • د ۲۴ نور بحريني ښاريزو تابعيت سلب کړے شو

د بحرين د بشري حقوقو مرکز د ۲۴ نورو بحريني ښاريزو د تابعيت يا شهريت د سلبولو او د ترهه ګرې ډلې د جوړولو په بهانه يې د بند د حکم د صادرولو خبر ورکړ.

د قطر چاب الشرق ورځپاڼې په نقل سره د ايرنا د رپوټ له مخې د بحرين د بشري حقوقو مرکز په خپل مياشتني رپوټ کښې دې ته په اشارې سره چې په تېره ميلادي مياشت کښې په دغه هېواد کښې د بشري حقوقو يو زر ۶۶۸  خلاف ورزۍ شوې دي وويل، دغه اندازه له تېرې مياشتې سره په پرتله کشې دېرش فيصده زياته شوې ده.

د بحرين جنائي محکمې د تېر زيارت په ورځ هم د بحرين لس ښاريز په عمر قېد، لس نور په لس کاله قېد، درې تنه په پينځه کاله قېد او يو بل بحريني ښاريز په درې کاله قېد محکوم کړ.

بحريني چارواکو همدارنګ د تېرې شورو په ورځ د اوو نورو بحرينانو دوسيه د بحرين اوسعودي ترمېنځ  په پائپ لائن کشې د خلل رامنځته کولو په بهانه جنائي محکمې ته ولېږله.

د صلحې ډېموکرېټک تنظيم او د بشري حقوقو ادارې اعلان کړے دے چې د بحرين د جېلونو حالت ورځ په ورځ لا خرابيږي او د  بحرين د انقلاب له ابتداء راهسې په دغه هېواد کښې د قيدي ښځو شمېر ۳۳۰ تنو ته رسېدلے دے.

 

 

ټیګونه