درې بحریني خویندې په درې درې کاله بند محکومې شوې
Apr 27, 2018 07:37 Asia/Kabul
د آل خلیفه رژیم محکمې درې بحریني خویندې خپلو هغو میړنو ته د پناه ورکولو په تور په درې کاله بند محکومې کړې چې د دغه رژیم مخالفان دي.
مهر خبري آژانس لیکلي چې د بحرین محکمې پرون د فاطمه علي، آمال علي او ایمان علي په نومونو د د الدُراز سیمې د دریو خویندو خلاف په صادر شوي حکم کښې د بیا غور د غوښتنې په نه منلو سره دغه حکم صادر کړي
دغه درې ښځې د تیر ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کښې د الدراز سیمې د خلکو په کورونو د آل خلیفه رژيم د امنیتي ځواکونو په حمله کښې نیول شوې وې.
له بحرینه بل خبر دا چې آل خلیفه رژیم د عامه افکار د دباؤ او په هیواد کښې دننه او بهر د پراخ غبرګون له امله په پوځي محکمه کښې د شپږو بحریني ځوانانو خلاف د اعدام صادر شوی حکم، په عمر قید بدل کړ.