د اسرائیلو د بیمې شرکتونه د زیانونو تر بار لاندې دي
پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم د مرکزي بیمې د اعلان له مخې، د غزې په جګړه کې دغه شرکت ته څه دپاسه ۶۰۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
د صهیونیسټي رژیم مرکزي بیمې په یوه راپور کې اعلان وکړ: د غزې په خلاف د جنګ له اړخه د دغه بیمې ټول لګښتونه او تاوانونه تر دوه اعشاریه څلور میلیارډ شکیل (۶۴۰ میلیونه ډالرو) زیات دی.
د پارس ټوډې د خبر له مخې، په دې راپور کې راغلي چې په تېر کال کې ۷۰ زره صهیونیسټانو د اسرائیلو د مرکزي بیمې ادارې ته مراجعه کړې او ادعا یې کړې چې په دې جنګ کې زیان لیدلی دی.
په همدې حال کې، د صهیونیسټي رژیم د بیمې د مرکزي ادارې د اعلان له مخې، تراوسه پورې څه دپاسه دولس نیم زره صهیونیسټانو د بیمې څانګې ته مراجعه کړې او په جنګ کې یې د خپل دایمي کمزورتیا د پېژندلو غوښتنه کړې ده، چې له دې جملې څخه ۱۱۷۶۰ تنه د رواني ناروغیو له امله، ۵۲۷ تنه یې د جسمي زیانونو له امله او ۴۴۱ تنه یې د روحي او فزیکي زیانونو له اړخه وو.
د صهیونیسټي رژیم مرکزي بیمه وړاندوینه کوي چې په راتلونکو میاشتو کې به په زرګونه کسان، چې روحي او مادي مرستو ته اړتیا لري، د معیوبو کسانو په فهرست کې شامل شي.
صهیونیسټي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د لوېدیځو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره، د فلسطین د بې دفاع او مظلومو خلکو په خلاف، په غزې تړانګه او لوېدیځه غاړه کې پراخ قتل عام پیل کړی دی.
کلیدي کلمې: د اسرائیلو مرکزي بیمه، د اسرائیلو لپاره د غزې د جګړې لګښتونه، د اسرائیلو جنایتونه، د غزې جګړه