د سيد حسن نصرالله له موقفه د يمن د انصارالله قدرونه
(last modified Sun, 01 Jul 2018 00:38:20 GMT )
Jul 01, 2018 05:08 Asia/Kabul
  • د سيد حسن نصرالله له موقفه د يمن د انصارالله قدرونه

د يمن د انصار الله غورځنګ سياستي دفتر پرون په يوه بيانيه کښې د يمن له خلقو څخه په ملاتړ او د سعودي ائتلاف د تيريګرۍ په ردولو کښې د لبنان د حزب الله د مشر سيد حسن نصر الله د موقف قدرونه وکړه

د لبنان د حزب الله مشر د جمعې په ورځ په خپله وېنا کښې تاکيد وکړ، رياض او ابوظبي پکار دي پوه شي چې د يو نه تسليمېدونکي ملت په وړاندې راغلي دي.

سيد حسن نصر الله همدارنګ يمني ځواکونو ته په خطاب کښې وويل، اے کاش چې مې کړې شوې وې ستاسو ترڅنګه وې او وجنګيږم.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د يمن د انصارالله غورځنګ په دغه بيانيه کښې همدارنګ وويل ، د مسئلې راتلونکے د يمن د ملت د ننني جنګ په بنياد د فلسطين او سيمې په اهميت سره برابريږي.

د يمن د انصارالله غورځنګ په دغه بيانيه کښې په دې باندې په تاکيدسره چې د يمني ځواکونو مبارزه په يمن پورې محدوده نه ده واضحه کړه د يمن ملت ځان له صهيونېسټي تالي څټو او د پېړۍ د شرمناکې معاملې له عاملانو سره د جنګ په مېدان کښې ويني.

د پېړۍ معامله نومې امريکائي منصوبې په بنياد قدس شريف صهيونېسټ رژيم ته سپارل کيږي، په نورو هېوادونو کښې فلسطيني مهاجرين به خپل وطن ته د ستنېدو حق ونه لري او فلسطين به يوازې د اردن د سيند د لويديځې غاړې د غزې د تړانګې د باقي پاتې زمکې مالکيت ولري.

 

ټیګونه