د بحرین رژیم د درملنې لپاره د شیخ قاسم د بهر لیږلو وړاندیز ومنه
د بحرین خارجه وزیر وویل چې د دغه هیواد باچا د درملنې لپاره له هیواده بهر ته د شیخ عیسی قاسم له سفر سره موافقه کړې ده.
د ایرنا د خبر له مخې خالد بن احمد آل خلیفه په یو ټویټ کښې لیکلي دي: د بحرین باچا حمد بن عیسی آل خلیفه د شیخ قاسم له ګروهنې او د هغه د ډاکټرانو له نظر وروسته حکم ورکړ چې د درملنې لپاره له هیواده بهر ته د هغو د لیږلو ضروري تدابیر غوره شي.
په دې وروستیو ورځو کښې په خپل کور کښې د نظر بند د بحرین د لوړرتبه عالم شیخ عیسی قاسم د حالت د خرابتیا په هکله ډیر خبرونه خپاره شوي وو.
آل خلیفه رژيم د شیخ عیسی قاسم د تابعیت په لغوه کولو سره د ۲۰۱۶ کال له جون میاشتې څخه د بحرین په الدُراز سیمه کښې د دغه دیني عالم کور کلابند کړی او حتی په دغه سیمه کښې د بحرین د خلکو د جمعې د لمونځ د ترسره کولو مخه نیسي.
په بحرین کښې د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ له ۱۴ نیټې څخه د واکمن آل خلیفه رژیم خلاف ولسي انقلاب روان دی.