له بندي علماؤ څخه په ملاتړ کښې د بحرين د خلقو پراخې مظاهرې
د بحرين خلقو بېګا د آل خليفه په جېلونو کښې له علماؤ او ديني پوهانو څخه په ملاتړ کښې په مختلفو سيمو کښې مظاهرې وکړې.
د صوت المنامه په نقل سره د مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې د بحرين په ابوصيبع، المقشع، الشاخوره او د دغه هېواد په نورو سيمو کښې په دغو مظاهرو کښې مظاهرچيانو د يو لړ نعرو په وهلو سره زرترزره د بحريني ديني عالمانو او پوهانو د ازادولو غوښتنه وکړه او د شيخ مجيدالمشعل په شمول له بندي علماو سره چې د آل خليفه په جېلونو کښې شپې سبا کوي د پېوستون اعلان وکړ.
احتجاج کوونکو همدارنګ د بحرين د شيعه مسلمانانو مشهور ديني عالم شېخ عيسی قاسم د اقامت اجباري لغو کولو غوښتنه وکړه.
د بحرين د پارلېمان د پخواني استازي او حقوقي فعال جلال فيروز د وېنا له مخې همدا اوس بحرين له پينځو زرو نه د زياتو سياسي بنديانو په شتون سره د نړۍ د هېوادونو ترمېنځ وړومبۍ رتبه لرلې ده.
آل خليفه د بشري حقوقو په پراخې خلاف ورزۍ د خلقو د برحقو غوښتنو په ځپلو سره بحرين په يو ستر جېل بدل کړے دے او سياسي بنديان په سخت حالت کښې ژوند کوي.