نصرالله: امريکه ترهه ګر حکومت دے
د لبنان دحزب الله مشر د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر په ترهه ګر اعلانولو کښې د امريکې د اقدام په غندلو سره وويل: امريکه يو ترهه ګر حکومت دے او د مينځني ختيځ په زياترو هېوادونو کښې يې په لسګونو زره خلق قتل عام کړي او په دائمي توګه له ترهه ګرو ملاتړکوي.
د ايرنا د رپوټ له مخې سيد حسن نصرالله پرون د حضرت ابوالفضل العباس د نېکمرغه ميلاد او د جانباز د ورځې په مناسبت په يوه وېنا کښې د دې په بيانولو سره چې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر په سيمه کښې يو موثره،تاثير کونکے او ټاکونکے مقام لري زياته کړه،امريکه کوشش کوي داسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر په نښه کړي چې دا چاره د ترهه ګرۍ د دغه ملاتړ هېواد د نااميدۍ او ماتې نښه ده.
حسن نصرالله واضحه کړه، امريکه د صهيونېسټ رژيم د ګټو په خاطر د ټول اسلامي امت په حقوقو سترګې پټوي او دغه رژيم ته يې ټول سهوليات ورکړي دي خو په مقابل کښې له خپلې خاورې، مقدساتو او عزت څخه دفاع کونکي ترهه ګر بولي.
هغه زياته کړه، د مقاومت محور د ترهه ګرو ملاتړو ته د ځواب ورکولو لپاره مناسب وسيلې لري او هغو کسانو ته چې مقاومت ګواښي ځواب ورکول خپله دنده او طبيعي حق بولي.