امريکه او صهيونېسټ رژيم په سيمه کښې يو بل جنګ ته لمن وهي
د لبنان د حزب الله مشر وويل، په سيمه کښې داسې يوه فضاء واکمنه ده چې امريکه او ځينې هېوادونه او رسنې غواړي ورته لمن ووهي او هغه د صهيونېسټ رژيم لخوا د جنګ د شروع کېدو امکان دے.
سيد حسن نصرالله پرون وويل، د فارس خليج د څنډې ځينې عربي هېوادونه، امريکه او صهيونېسټ رژيم په دې وروستيو وختونو کښې د لبنان په خلاف د جنګ په اړه يو لړ اوازې مطرح کړې دي چې مقصد يې تر دباو لاندې د لبنان راوستل دي او په لبنان باندې د دباو راوړلو اصلي مقصد غاړه اېښودل او په خاصه توګه د اوبو د پولو او د شبعا سيمې د زراعتي زمکو په زمينه کښې د امتياز ورکول دي.
هغه زياته کړه، د دښمنانو هدف له خپل توغنده اي پروګرام او قوت څخه د لاس اخېستنې لپاره د مقاومت تردباولاندې راوستل دي، خو مقاومت د قوت ستر او ټاکونکي ټکي لري، مقاومت په نيواکي زمکو کښې الجليل ته د ورننوتلو قوت په اختيار کښې لري.
ړ جزب الله مشر د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې وويل، اوس د سوريې جنګ ته د وردانګلو لپاره د حزب الله د فېصلې صحيح والے معلوم شوےدے؛ په سوريې کښې سعودي آمريکائي دسيسه جوړه شوه او داعش چې د سوريې په ۴۵ فيصده خاوره يې تسلط لرۀ د دغې دسيسې نتيجه وه، پکار دي پوښتنه اوشي چې په سوريې او عراق کښې له داعش څخه چا مالي او وسله ايز ملاتړ کوۀ؟
سيد حسن نصرالله تاکيد وکړ، داعش په وهابي تفکر سره د سعوديانو لخوا جوړ شوے ؤ او د هغوي لخوا يې مالي ملاتړ کېدۀ.