محمود عباس: د قدس شريف د خرڅولو اجازه نه ورکوو
Jun 01, 2019 14:42 Asia/Kabul
د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو مشر له غاصب صهيونېسټ رژيم څخه د امريکايانو ملاتړ ته په اشارې سره تاکيد وکړ، هيڅکله د قدس شريف خرڅولو ته تيار نه يوو او فلسطيني ملت يوازې د خداے پاک په وړاندې سر ټيټوي.
محمود عباس نن په مکه کښې د اسلامي ملګرتيا د تنظيم په څوارلسمه غونډه کښې وويل، فلسطينيان له خپلو حقوقو او اصولو هيڅکله نه وروسته کيږي او په خپله خاوره کښې به ثابت قدمه پاتې شي او د خپلو ملي اهدافو تر پوره کېدو به له روا مقابلې لاس وانخلي.
د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو مشر د قدس غاصب رژيم ته د رواوالي په ورکولو کښې د امريکې ملاتړونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ،امريکې د صلحې د بهير بنياد او اساس ړنګ کړے او له نړيوالو قوانينو نه بهر اقدامات کوي چې فلسطينيان او نړيواله ټولنه دا موضوع ردوي.
ټیګونه