د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د سيد حسن نصرالله څرګندونې
د لبنان د حزب الله مشر د قدس د نړيوالې ورځې د مراسمو د پيکه ښودلو او يا د هغو د هېرولو لپاهر د دښمنانو هلې ځلې ماته خوړونکې وبللې.
د ايرنا د رپوټ له مخې سيد حسن نصرالله بېګا د بيروت په ضاحيه سيمه کښې د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه وېنا کښې وويل، نن د ايران د اسلامي جمهوريت ستر بنسټ اېښودونکي امام خميني (رح) لخوا د قدس د نړيوالې ورځې له نومول کېدو څخه څلوېښت کلونه تيريږي او په دې موده کښې دقدس شريف دښمنانو هيله لرله چې د دغې ورځې نمانځل کمزوري يا هېر کړې شي خو هر کال د قدس ورځې ته د لازياتې پاملرنې کتونکي يوو.
هغه وويل نن مقاومت له بل هر وخت نه زيات پاوړےدے حال دا چې په مقابل کښې يې اسرائيلي رژيم نن له بل هر وخت نه زيات کمزورے شوےدے او په همدې وجه په هر جنګ کښې چې په راتلونکي کښې کېدونکے دے د امريکې او د هغې د بېړيو نېغ په نېغه ملاتړ ته حاتمن دے.
سيد حسن نصرالله وويل، ايران د سيمې د يو ستر قوت په توګه د مقاومت د محور د قدرت واقعي نقطه ده چې له عراق ، سوريې او په لبنان او فلسطين کښې له مقاومت څخه ملاتړ کوي اودريځ پرېکنده او واضحه دے نو ځکه دښمنان په ايران د بنديزونو په لټه کښې دي چې د مقاوت محور هدف وګرځوي خو هيڅکله به کامياب نه شي.
سيد حسن نصرالله د فلسطين د ملت په خلاف د پېړۍ د معاملې د امريکائي منصوبې په ماتې باندې په تاکيد سره زياته کړه، د دغې منصوبې مقصد د قدس، د غزې د تړانګې او د فلسطيني کډوالو په اړه د هرې خبرې ختمول دي.
هغه تاکيد وکړ چې دا زمونږ حق دے د دفاع لپاره وسله ولروو او په دې اړه له امريکايانو سره خبرې اترې د قبول وړ نه دي.
د لبنان د حزب الله مشر وويل، په سيمه کښې د جنګ د رامنځته کېدو په صورت کښې به د تېلو بېرل دوه سوه يا درې سوه ډالرو ته ورسي او په نتيجه کښې به ټرمپ په انتخاباتو کښې ماتې اوخوري.
سيد حسن نصرالله همدارنګ د يمن دخلقو په خلاف د سعودي جنګ ماتې خوړونکې وبلۀ او واضحه يې کړه، سعودي د قوت په دريځ کښې نه بلکه په کمزوري دريځ کښې دے او د خپلې بقا د ساتنې لپاره لويديځ او امريکې ضرورت لري.