ایران له قطر سره ډیره مرسته کړی ده
-
دمکې په غونډو کښې د یمن ، دفلسطین او دلیبیا جنګ ته هیڅ اشاره ونشوه .
زمونږ خبریال وایی د قطر دبهرنیو چارو وزیر محمد عبدالرحمن ال ثانی په دې خبرې سره چې ایران د سیمې د چیلنجونو له حل سره مرسته کولای شی وویل هغه وخت چې قطر د څلورو (۴) عربو هیوادونو لخوا کلابند شوی وو ایران له نړۍ سره د قطر یوازنې ارتباطی لاره او دریڅه وه .
هغه له العربی ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په سیمه کښې د سعودی رژیم په سیاستونو دنیوکې په ترڅ کښې وویل په مکې کښې د فارس خلیج دملګرتیا د شورا ، د عربو اتحادیې د مشرانو او داسلامی ملګرتیا موسسې د غړو هیوادونو د مشرانو دغونډو په یو وخت له ترسره کولو د عربستان هدف دایران پرضد دیوه(۱) واحد سیاست انځورول وو .
د قطر خارجه وزیر محمد عبدالرحمن ال ثانی وویل د مکې دغونډې بیانیې د ټولوهیوادونو په مشورې سره نه دې خپرې شوی بلکې له مخکې څخه چمتو شوی وې .
هغه وویل دمکې په غونډو کښې د یمن ، دفلسطین او دلیبیا جنګ ته هیڅ اشاره ونشوه .