مقاومت له بل هر وخت نه زيات مضبوط او قدرتمن دے
(last modified Sat, 13 Jul 2019 03:20:23 GMT )
Jul 13, 2019 07:50 Asia/Kabul
  • مقاومت له بل هر وخت نه زيات مضبوط او قدرتمن دے

د لبنان د حزب الله مشر بېګا د دغه هېواد له المنار چېنل سره په مرکه کښې وويل، مقاومت د بنديزونو او سزاګانو باوجود ورځ په ورځ مضبوطيږي او ډېره زياته وده يې کړې ده.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سيد حسن نصرالله د دې په بيانولو سره چې د مقاومت محور د روزنې، فوځي او معنوي په شمول په ټولو برخو کښې پرمختګ کړےدے تاکيد وکړ، دښمنان نن له بل هر وخت نه زيات له مقاومته ويره لري.

د لبنان د حزب الله مشر د مقاومت توغنده اي توان ته په اشارې سره وويل، مقاومت په خپلو توغنديو سره د کاڼي زمانې ته ستنولې شي.

سيد حسن نصرالله په دوام کښې د فلسطين مسئلې او د امريکې د پېړۍ معامله نومې پلان ته په اشارې سره واضحه کړه، دغه طرح له ماتې سره مخامخ ده.

هغه وويل، د فلسطين په خلاف د امريکې او د  هغې د انډيوالانو پلانونه به د فلسطينيانو د يووالي او د ايران د پائېدارۍ او مقاومت په وجه هيڅکله نتيجې ته ونه رسي.

سيد حسن نصرالله د سوريې د بحران په اړه هم وويل، سوريه د بحران د اتو کلونو په دوران کښې اوس ډېرو ښو حالاتو کښې شتون لري.

د لبنان د حزب الله مشر د ايران په خلاف د امريکې اقتصادي بنديزونو او دباونو ته په اشارې سره وويل، ايرانيا به هيڅکله محاصرې او بنديز ته تسليم نه شي.

هغه خبردارے ورکړ چې که د اسلامي ايران په خلاف څه جنګ رامنځته شي نو ټوله سيمه به غرغنډه شي او تهران به هيڅکله يوازې پاتې نه شي.

 

ټیګونه