عربستان دځان دبقا لپاره امریکا ته ضرورت لری
(last modified Sun, 21 Jul 2019 01:30:44 GMT )
Jul 21, 2019 06:00 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په خپل هیواد کښې دامریکا د پوځیانو له دیره کیدا سره موافقت کړی دی .
    دسعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په خپل هیواد کښې دامریکا د پوځیانو له دیره کیدا سره موافقت کړی دی .

مهر خبری اژانس وایی د یمن دانصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام دامریکا له عسکرو د سعودی عربستان کوربه توب په انګلستان اوامریکا د ال سعود رژیم د اړوندوالی نښه وبلله .

هغه سعودی عربستان ته د امریکا د پینځه سوه (۵۰۰)عسکرو ورتلو ته په غبرګون کښې وویل عربستان تل ثابته کړی ده چې له یوه (۱)خپلواکه هیواد سره د ریاض زیات واټن شته .

سی این این ټیلی ویژن ویلی دی د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت سعودی عربستان ته دسلګونو عسکرو استولو ته چمتو کیږی .

دسعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په خپل هیواد کښې دامریکا د پوځیانو له دیره کیدا سره موافقت کړی دی .

 

ټیګونه