د صهیونیسټانو له خوا د لبنان د حاکمیت د خلاف ورزۍ وخت تیر شوی دی
د لبنان د حزب الله عمومي منشي د دغه هیواد خلاف د صهیونیسټي رژيم د راپارونکو اقداماتو په وجه دغه رژيم ته په خبرداري سره وویل: د صهیونیسټانو هر ډول راپارونکی اقدام به د مقاومت له ځپونکي ځواب سره مخامخ شي.
د ایرنا د خبر له مخې سید حسن نصر الله بیګا په یولړ څرګندونو کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د صهیونیسټانو له خوا د لبنان د واکمنۍ د خلاف ورزۍ زمانه تیره شوې ده، وویل: د مقاومت له وروستیو عملیاتو څخه د لبنان د حکومت، پوځ او خلکو ملاتړ ثابته کړه چې حزب الله د صهیونیسټانو ګواښونو ته په ځواب ورکولو کښې مضبوطه اډانه لري.
هغه د بیروت په سویلي سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم د خلاف ورزي کونکو ډرونز د تیرې اونۍ ناکامو عملیاتو ته په اشارې سره وویل: د لبنان د پوځ او مقاومت په هوښیارۍ سره نور نو د لبنان د خاورې هیڅ کومه برخه د اسرائیلو د پوځ د بلاغوښتنو لپاره مناسبه نه ده پاتې.
نصر الله صهیونیسټانو ته وویل: د ۲۰۱۹ کال د ستمبر اوله نیټه ښه په یاد ولرئ ځکه چې دغه ورځ د لبنان د دفاع لپاره د داسې نوې مرحلې پیلامه ده چې په کښې د مقاومت لپاره هیڅ سره کرښه نشته.