د عراق د خلکو هوښیاري د نورو د ناوړه استفادې مخه نیسي
(last modified Wed, 09 Oct 2019 13:14:49 GMT )
Oct 09, 2019 17:44 Asia/Kabul
  • د عراق د خلکو هوښیاري د نورو د ناوړه استفادې مخه نیسي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د عراق د خلکو هوښیاري د نورو د ناوړه استفادې مخه نیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق ناکراریو ته په اشارې سره وویل: د عراق د خلکو هوښیاري د نورو د ناوړه استفادې مخه نیسي.

محمد جواد ظریف نن د عراق د وروستیو ناکراریو په وړاندې د تهران د دریځ په تشریح کولو سره زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي باوري دي چې د عراق خلک ډیر هوښیار خلک دي او نه پریږدي چې نور یې له روا خوابدیو څخه چې د عراق حکومت یې هم مني، ناوړه استفاده وکړي.

د ایران خارجه وزیر همداشان وویل چې د عراق خلک د دغه هیواد اصلي خاوندان دي او باید د حقوقو خیال یې وساتل شي.

 

ټیګونه