مرجعیت، د عراق د خلکو ملګری
په عراق کښې مرجعیت یوځل بیا د دغه هیواد د خلکو د قانوني غوښتنو په پوره کیدو ټينګار وکړ.
د روانې اکتوبر میاشتې په وړومبیو کښې د عراق په ځینو سیمو کښې حکومتي ضد مظاهرې وشوې چې په کښې له سلو زیات کسان مړه او څه باندې شپږ زره زخمي شول. اقتصادي او اجتماعي غوښتنې په عراق کښې د حکومت خلاف مظاهرو د کیدو وجه وه. د عراق حکومت او سیاسي ډلو هم د مظاهرو کولو لپاره د دغه هیواد د خلکو حق په رسمیت وپيژنده. هم داشان د عراق مرجعیت د صلحه ایزو مظاهرو په لړ کښې د خلکو حق په رسمیت وپیژنده او د معترضانو په غوښتنو د غور غوښتنه یې وکړه.
اوس د نسبي ارامښت د ټینګیدو او د لاروکوڅو د تشدد له کمیدو سره سره د عراق مرجعیت یوځل بیا د دغه هیواد له حکومته غوښتې دي چې د ولسي غوښتنو د پوره کولو ترڅنګ د معترضانو خلاف له تشدد کونکو عواملو سره هم جدي چلند وشي.
د مرجعیت دا کړچار د دې خبرې بیانونکی دی چې هغه په هیواد کښې روانو بدلونونو ته ملي او ولسي نظر لري او سیاسي او فرقه ایز لید د مرجعیت په تفکر کښې هیڅ ځاې نه لري.
په ۲۰۱۴ کال کښې کله چې د عراق زیاتره سني میشت ولایتونه د داعش ترهګرې ډلې له یرغل سره مخامخ وو، د عراق د شیعیانو عالي قدره مرجع آیت ا... سید علي سیستاني په یوه تاریخي فتوا کښې له داعشي ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ولسي رضاکار ځواک د جوړولو غوښتنه وکړه. دغه فتوا د حشد الشعبي ځواک د جوړیدو او له داعشي ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د هغه د رول لوبونې او د عراق د جغرافیا او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لاره هواره کړه.
په وروستیو کلونو کښې د عراق د مرجعیت دویمه مهمه رول لوبونه په ۲۰۱۸ کال او د دغه هیواد د وزیراعظم په غوره کیدو پورې اړونده وه. په داسې حال کښې چې ځینو عراقي شخصیتونو د ۲۰۱۸ کال د مۍ د میاشتې له انتخاباتو وروسته د وزیراعظمۍ د څوکۍ لپاره سخته سیالي درلودله، د عراق مرجعیت وویل، کوم کسان چې پخوا وزیراعظمان پاتې شوې دي، بیاوارې دې د دغه مقام د ترلاسه کولو لپاره ځانونه نه کاندیدوي. دا کار د وزیراعظمۍ د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره په عراق کښې د سیاسي لانجو د کمیدو او هم داشان د دغه هیواد د نوي حکومت د جوړیدو په بهیر کښې د چټکتیا سبب شو.
په عراق کښې د مرجعیت له دې رول لوبونې او مثبتې کارکردګۍ باوجود، د دغه هیواد په وروستیو مظاهرو کښې ځینو معترضانو مرجعیت په نښه کړ. په حقیقت کښې یوه پلان شوې او هدفمنه پيښه چې د عراق د ولسي مظاهرو په دوران کښې رامینځته شوه، د مرجعیت خلاف شعار و. د عراق د مرجعیت خلاف شعار یوه هغه مهمه نښه وه چې څرګنده یې کړه په دغه هیواد کښې ولسي مظاهرې د حکومت د مخالفانو د ګټه پورته کونې وړ ګرځیدلې دي او په سړکونو کښې تاؤتریخوالي هم بهرنی سرچینه لري ځکه چې له یوې خوا مرجعیت تل د عراق د خلکو ترڅنګ و او له بلې خوا مرجعیت د عراق د زیاتره خلکو په نزد ستر معنوي او مذهبي موقعیت لري.
په دې حال سره اوس چې په عراق کښې اعتراضونه او تاؤتریخوالي کم شوې دي، د دغه هیواد مرجعیت د خلکو د غوښتنو تعقیبونه نه ده هیره کړې او یوځل بیا یې د جمعې د لمانځ له ټریبیون څخه حکومت ته په خطاب کښې په وروستیو تاؤتریخوالو باندې د غور لپاره د تحقیقاتو د کیدو او د خلکو د غوښتنو د پوره کیدو او هم داشان د خلکو خلاف د تشدد د عواملو د محاکمه کیدو غوښتنه کړې ده.
په هم دې لړ کښې په عراق کښې د آیت ا... سیستاني استازي او د کربلا امامِ جمعه عبدالمهدي الکربلايي د دغه ښار د تیرې جمعې د لمانځه په خطبو کښې وویل: مرجعیت له حکومتي مسئولانو او یا په حاکمیت کښې له هیڅ کوم لوري سره هیڅ ډول تړاؤ نه لري او یوازې د ولس د ګټو ملاتړی دی.
دغې کړنلارې په عراق کښې د مرجعیت خلاف په پلان شویو او هدفمنو شعارونو باندې د بطلان کرښه راکښله.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*