د حزب الله مشر: ولسي خوزښتونه پکار دي د ګوندونو او سفارتخانو تر تاثير لاندې رانۀ شي
د لبنان د حزب الله مشر وويل، لبنان نن په يوه حساسه او دقيقه مرحله کښې شتون لري او دغه ولسي خوزښتونه پکار دي د هيڅ ګوند يا يوې سفارتخانې ترتاثير لاندې رانۀ شي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سيد حسن نصرالله پرون د لبنان د حالاتو په باره کښې په خپله يوه وېنا کښې وويل، ووروستيو ولسي خوزښتونو وښودله چې د لبنان خلقو په ځان باندې اعتماد ثابت کړے دے او د دغه هېواد حکومت کلکه اراده کړې چې د اعلان شويو مهال وېشونو له مخې په غوره کړې شويو فېصلو عمل وکړي.
د لبنان د حزب الله مشر تاکيد وکړ، د حکومت د اصلاحاتو سند د ولسي احتجاجونو تردباو لاندې صادر شو او دغه سند د اصلاحاتو لپاره د حکومت يو وړومبنےمخ په وړاندې ګام دے او پکار دي د راغونډ شويو فقيرنو، بې روزګارانو او اعتراض کونکو غوښتنې د دغو غوښتنو د عملي کېدو لپاره د ورپسې خوزښتونو لپاره په يو لړ اهدافو بدلې شي.
سيد حسن نصرالله په دوام کښې زياته کړه، حزب الله په ولسي احتجاجونو کښې نېغ په نېغه برخه نه شي اخېستې، ځکه چې په داسې صورت کښې چې پکښې نېغ په نېغه شرکت وکړي نو ولسي احتجاجونه به بله لار اختيار کړي او ځينې به حزب الله په سياست کارۍ، سياسي فعاليتونو او نورو مسائلو تورن کړي.
هغه له هېواد او د لبنان له خلقو څخه په ساتنه کښې د مقاومت په ذمه وارۍ باندې په تاکيد سره وويل، حزب الله د حکومت له استعفاء او د وارمخکښې انتخاباتو له کولو سره موافق نه دے، ځکه چې په لبنان کښې د اقتدار خلاء، تاوتريخوالے او ګډوډے په امنيتي ناقرارۍ بدلېدې شي.