الحشد الشعبی د داعش برید په شا وتمبوه
تسنیم خبری اژانس وایی د عراق ولسی بسیج ځواکونو الحشد الشعبی بیګا په ختیځ کښې په دیاله ولایت کښې په خانقین ښار د حملې لپاره د داعش ترهګرې ډلې هڅه ناکامه کړه .
خانقین ښار ته نږدې په «نفت خانه »سیمه کښې له ترهګرو سره د عراق د بسیج ولسی ځواک ترمینځ په نښتې کښې د حشد الشعبی پینځه(۵) ځواکونه شهیدان او پینځه (۵) نور ژوبل شول .
د عراق سرچینو وویل چې په دغه نښتې کښې په لسګونو ترهګر هم وژل شوی دی .
د عراق الحشد الشعبی ځواک په تیرې شنبې ورځ هم په الانبار او صلاح الدین ولایتونو کښې بریالی شوی وو د داعش ترهګرې ډلې څو پټنځایونه او ټونلونه کشف او تباه کړی .
داعش ترهګرې ډلې په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې د امریکا او د سعودی عربستان په شمول د واشنګټن د عربو او اروپایی هیوادونو په مالی او پوځی ملاتړونو سره په عراق برید سره د دغه هیواد زیاتې شمالی او لویدیځې سیمې ونیولې او د خلکو پرضد یې بې شمیره جنایتونه او ظلمونه وکړل چې تاریخ به یې هیڅکله هیر نکړی .
سعودی عربستان په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .