په داعش باندې برلاسي شوي په عراق کښې اصلاحات راوستی شي
-
فایل فوټو
د عراق د شیعیانو د لوړ مرجع آیت ا... سیستاني استازي د کربلا ښار د جمعې لمانځه په خطبو کښې وویل: کومو کسانو چې داعش ته ماتې ورکړه هغوي اصلاحات هم پر مخ بیولی شي.
د عراق د شیعیانو د لوړ مرجع آیت ا... سیستاني استازي د کربلا ښار د جمعې لمانځه په خطبو کښې وویل: کومو کسانو چې داعش ته ماتې ورکړه هغوي اصلاحات هم پر مخ بیولی شي.
حجت الاسلام «احمد الصافی» په خپله وینا کښې په عراق کښې د داعش د ماتې دویمې کلیزې ته په اشارې سره د اصلاح د بهیر پرمختګ له داعش سره له جګړې لاسخت وباله.
هغه په دې کار کښې د بریا اصلي شرط د اعتراضاتو د صلحه ایز بهیر غوره کول وبلل او زیاته یې کړه: پکار دي چې ټولې وسلې د حکومت په واک کښې وي او قضايي اداره مجرمانو ته د سزا ورکولو یوازنی مرجع وي ځکه چې د هیواد ثبات او د صلحې ساتل په دې ګام پورې اړه لري.