الحشدالشعبي د خپلو قوماندانانو د شهيدېدو خبر تکذيب کړ
الحشدالشعبي د خپلو قوماندانانو د شهيدېدو خبر تکذيب کړ
د عراق ولسي رضاکار فورس الحشدالشعبي نن سحر د بغداد په شمال کښې د امريکې په ډرون حمله کښې د دغه فورس د يو شمېر قوماندانانو د شهادت په اړه په رسنيو کښې خپور شوے خبر دروغ وبلۀ.
د سومريه نيوز ټي وي چېنل د رپوټ له مخې الحشدالشعبي د بغداد په شمال د امريکې په ډرون حمله کښې د خپلو قوماندانانو شبل الزيدي، حامدالحزائري او رائدالکروي د شهيدېدو خبر رد کړ.
له دې مخکښې رسنيو ادعا وکړه چې د بغداد په شمال کښې د امريکې له فوځي اډې سره نزدې په يوه هوائي حمله کښې د الحشدالشعبي نوموړي قوماندان ووژل شول.
جنرل الجزائري هم له سومريه نيوز سره په مرکه کښې د دغه ګمراه کونکي خبر په ردولو سره وويل، داسې خبرونه د اسلامي مقاومت د ډلو د روحيې د کمزوري کولو لپاره خپريږي.
هغه د نفسياتي او رسانه اي جنګ په اړه د خبرداري په ورکولو سره له ټولو وغوښتل چې خبرونه دې له رسمي او سرکاري شبکو څخه تعقيبوي.
الحشدالشعبي وضاحت وکړ چې وړومبني اطلاعات د دې بيانونکي دي چې د بغداد د شمال په تاجي سيمه کښې د نن سحر په هوائي حمله کښې د الحشدالشعبي يو امدادي موټر په نښه کړے شوے دے.
د لبنان الميادين چېنل له دې مخکښې رپوټ ورکړ چې نن سحر د بغداد د شمال په تاجي سيمه کښې د امريکائي الوتکو په حمله کښې شپږ تنه ووژل شول و درې نورو ژوبل شول.