داعشیان د عراق دقانون په منګولو کې
د عراق په کرکوکې د تکفیری داعشیانو یوشمیر کمانډران نیول شوی
په عراق کې د جنایتکارو داعشیانو د جرړې ایستلو وروسته ددغه هیواد په جنوبی ولایتونو کې پټ داعشیان وخت په وخت پر عامو ځایونو او خلکو د هاوانونو حملې کوی ، چې یو شمیر مرګ ژوبلې اړوی ، خو د عراق پوځی او امنیتی ځواک او الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک هوډ کړی چې د دعراق درسته خاوره به له دغو جنایتکارو وحشی ډوله ترهه ګرو پاکه کوی .
زمونږخبریال له العراقیه ټیلیویژڼی چینل له قوله راپورراکړد عراق د کرکوک ولایت امنیتی اواطلاعاتی اداروپه یولړ پاکونکو عملیاتو کې په دغه ولایت کې د داعشی تکفیریانو د یوشمیر کمانډرانو اومسئولانو دنیولو دخبر په خپرولو سره ټینګار کړی دی،دغه پاکونکی عملیات په درست کرکوک ولایت کې د ترهه ګرو ډلو دعناصرو د موندلو لپاره هماغه راز دوام لری .
په دغه راپور کې وئیل شوی دی ،له دې مخکې په موصل ولایت کې په ځینو سیمو کې هم یو شمیر جنایتکار داعشیان په عملیاتو کې هلاک او یو شمیر نور ئې هم نیول شوی دی .