اروپايي اتحادیه په ډیر سپکاوي سره د امریکې د سیاستونو تابع ده
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت بیګا د خپل هیواد خلاف د اروپايي اتحادیې د بندیزونو تمدید، له امریکې څخه د سپکاوي ډکه پیروي او د بشريت خلاف جنایت وباله.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د شام د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي اتحادیې د دغه کار په غندلو سره وویل چې دغه اتحادیه د فیصلې لپاره خپلواکي نه لري.
یاده دې وي چې اروپايي اتحادیې پرون د سوریې خلاف خپل بندیزونه د یو بل کال لپاره تازه کړل.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل" Josep Borrell په یوه خبرپاڼه کښې په دې خبرې سره چې د سوریې خلاف د دغې اتحادیې بندیزونه د ۲۰۲۱ کال د جون تر اولې نیټې پورې تمدید شوې دي، د سوریې حکومت د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړ.
اروپايي اتحادیې او امریکې له ۲۰۱۱ کال راهیسې له ترهګرو د ملاتړ په لړ کښې په سوریې باندې ډول ډول بندیزونه لګولې دي.