د يمن له مستعفي حکومت سره وابسته يو قوماندان ووژل شو
Jul 10, 2020 11:44 Asia/Kabul
د يمن په شمال کښې د دغه هېواد د مستعفي حکومت يو فوځي قوماندان ووژل شو.
د آناتولي خبري آژانس د رپوټ له مخې د يمن له مستعفي ولسمشر عبدربه منصور هاري سره اړوند يوې فوځي سرچينې وويل: د اوم پوله ايز لښکر عملياتي قوماندان سلطان خالد خرصان له خپلو څو تنو ملګرو سره د انصارالله په ډرون حمله کښې وژل شوےدے.
دغې سرچينې تاکيد وکړ، دغه قوماندان د يمن د شمال په الجوف صوبه کښې وژل شوے دے.
ځينو خبري سرچينو وويل چې خرصان د سعودي- اماراتي ائتلاف لخوا په يوه حمله کښې په غلطۍ سره وژل شوےدے.
د يو بل رپوټ له مخې سعودي تيري ګرو جنګي الوتکو په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د يمن په الجوف، البيضاءاو الحديده صوبوکښې څو حملې وکړې چې د سر او مال تاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.
ټیګونه