د ایران او د اماراتو خارجه وزیرانو خبرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د متحده عربي اماراتو له خارجه وزیر شیخ عبدالله بن زاید سره په خبرو کښې په لویدیځې اسیا سیمه کښې د ثبات د رامینځته کولو لپاره د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر او د متحده عربي اماراتو د باندنیو چارو وزیر پرون په ویډیو کانفرنس کښې د ګډو سیمه ییزو موضوعګانو او د دوه اړخیزه ملګرتیاو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
د ایران خارجه وزیر په دغو خبرو کښې د سیمې د حساسو شرایطو په یادونې سره وویل نور هیوادونه مکمنه ده چې له اوسنیو شرایطو څخه د سیمې د بې ثباته کولو لپاره ګټه پورته کړي خو ایران او متحده عربي امارات د ګاونډیو هیوادونو په توګه باید د سیمې د ثبات په فکر کښې ووسي .
د متحده عربي اماراتو خارجه وزیر شیخ عبدالله بن زاید هم په سیمه کښې د ایران او د خپل هیواد ملګرتیا ضروري وبلله او په خپل مینځه سلامشورو او په فرصتونو باندې د چیلنجونو په بدلولو یې ټینګار وکړ .