له ولایته لرې کیدل د اسلامي امت د ستونزو جرړه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92121-له_ولایته_لرې_کیدل_د_اسلامي_امت_د_ستونزو_جرړه_ده
د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي د اسلامي امت د ستونزو اصلي لامل له ولایت څخه د مسلمانانو لرې والې وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2020 03:03 Asia/Kabul
  • له ولایته لرې کیدل د اسلامي امت د ستونزو جرړه ده

د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي د اسلامي امت د ستونزو اصلي لامل له ولایت څخه د مسلمانانو لرې والې وباله.

د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي د اسلامي امت د ستونزو اصلي لامل له ولایت څخه د مسلمانانو لرې والې وباله.

عبدالملک الحوثي پرون د غدیر خم د نیکمرغه اختر په مناسبت خپلې وینا کښې وویل: په اسلامي او عرب نړۍ کښې ډیر مشکلات شته دي او ځیني ګمان کوي چې لاره چاره یې د امریکې او اسرائیلو په لاس کښې ده خو ټول باید پوه شئ چې امریکا او صهیونیسټ رژیم خپله په سیمه کښې د ستونزو د رامینځته کولو لامل دي.

هغه له الهي تعلیماتو لرې کیدل د اسلامي امت په چارو کښې د پردیو د لاسوهنې او ورباندې یې د تسلط لامل وبلل او زیاته یې کړه: دا مسائل په اسلامي هیوادونو کښې د ډیرو سختو حالاتو د رامینځته کیدو سبب شوې دي.

عبدالملک الحوثي ټینګار وکړ چې د ولایت اصل د الهي لارې د دوام او د اسلامي امت د دښمنانو د تیریو په وړاندې د درز د ډکیدو ضامن دی.