د یمن چارواکو د انساني غمیزې په هکله خبرداری ورکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام پرون د خپل هیواد په چارو کښې د اروپايي اتحادیې له استازي « هانس ګرنډ بیرګ » سره په یمن کښې د انساني غمیزه رامینځته کونکو حالاتو په هکله د مشورې خبر ورکړ .
محمد عبدالسلام وویل مونږ د یمن په چارو کښې د اروپايي اتحادیې له استازي سره د غمیزه رامینځته کونکي انساني حالت په هکله چې د سعودي عربستان د ائتلاف د ظالمانه کلابندۍ او د حملو په نتیجه کښې رامینځته شوی دی بحث او د نظر تبادله کړي ده .
په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د لشکر کشۍ څه د پاسه پینځه (۵) کلونه تیریږي او ریاض په دې موده کښې یمن له ځمکې ، سمند او هوا څخه کلابند کړی او په دغه هیواد یې سختو هوايي او ځمکنیو بریدونو ته هم دوام ورکړی دی .
د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګ د ناوړه پایلو په څنګ کښې په دغه هیواد کښې د کورونا ویروس خپریدل هم د یمن لپاره په ترټولو ستر چیلنج بدل شوي دي ځکه چې د دغه هیواد روغتونونه او روغتیايي مرکزونه د عربستان په حملو کښې په کامل ډول له مینځه تللي یا له کاره غورځیدلي دي .