لویدیځي هیوادونه دې دتکفیري ډلو ملاتړ نه کوي
باید دنړۍ په سویه د پیغمبرانو او سپيڅلتیاؤ سپکاوي جرم وپيژندل شي .
ایرنا خبری اژانس دالمیادین خبری چینل له قوله راپور ورکړی ، دلبنان دحزب ا.. ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... بیګا داسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه میلاد په مناسبت پخپلې وینا کې ، د فرانسې په نیس ښار کې د وړمې ورځې حمله محکومه کړې آو وئيلي ئې دي ، هغه جنایتونه چې تکفیري ډلې ئې ترسره کوي ، له پیغمبر اکرم او اسلامی امت سره هیڅ ارتباط نه لري او لویدیځي هیوادونه دې د تکفیری ډلو ملاتړونه ودروي .
سید حسن نصر ا ... وئيلي دي ،اسلام او اسلامی ډلې د فرانسې د نیس ښار په څيراو دې ته ورته اقدامات هغه که په تیر وخت کې وو او یا په راتلونکي کې وي ، محکوم کوي او دغه شان حملې مردودې ګڼي .
د لبنان دحزب ا.. غورځنګ عمومی منشي ددې خبرې په کولو سره چې د فرانسې چارواکي حق نه لري ،هغه جرم چې یو مشخص کس ئې وکړي ، په اسلام او مسلمانانو پورې وتړي ووئیل ،که فرض کړو ،یو مسیحي کس یو جرم وکړي ،نو دا سمه نه ده چې مونږ درست مسیحیان او مسیحیّت دین ئې مسئول وګڼو .
حسن نصر ا... د اسلام او مسلمانانو په باب دفرانسې د ولسمشر آمانویل ماکرون په وروستیو کرغیړنو څرګندونو په نیوکو سره ووئیل ،د اسلامی فاشزم او ترهه ګرۍ خبره سمه نه ده .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې یو مسلمان هم هغه جنایتونه چې امریکا او اروپا په الجزایر ، لیبیا او افغانستان کې کړي دي ، مسیحي ترهه ګري نه ده بللي ، روښآنه کړې ده،د یوه دیانت په توګه اسلام ته د احترام په سترګه د کتلو لپاره،پکار ده،د اسلام لپاره د اسلامی ترهه ګرۍ او فاشزم په څير اصطلاحات ونه کارول شي .سید حسن نصر ا... زیاته کړې،دفرانسې چارواکي دې ددغو پیغامونو په ځاي ددغه بحران دلیلونه وموندي او حل دې کړي او دنړۍ مسلمانان دې قانع کړي ، چې د بیان له آزادۍ څخه د ملاتړ په باب د دوي ادعا یوه محکمه ادعا ده . هغه دې ته په اشارې سره چې هغه کسان چې د هولوکاسټ په باب ئې خبرې کړي ،زنداني شوي ،ووئيل ، په فرانسې او اروپا کې دبیان آزادي نشته ، بلکې سیاسی اوامنیتی ملاحظاتو پکې پام شوی دی .