د اسرائیلو خلکو د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94882-د_اسرائیلو_خلکو_د_لومړي_وزیر_پرضد_مظاهرې_وکړې
د صهیونیسټ رژیم څلرویشتم (۲۴) ټیلي ويژن راپور ورکړ په نیواکي فلسطین کښې په سلګونو اعتراض کونکو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لومړي وزارت د مودې د تمدیدا پرضد مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2020 09:43 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو خلکو د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وکړې

د صهیونیسټ رژیم څلرویشتم (۲۴) ټیلي ويژن راپور ورکړ په نیواکي فلسطین کښې په سلګونو اعتراض کونکو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لومړي وزارت د مودې د تمدیدا پرضد مظاهرې وکړې .

اعتراض کونکو بیګا د نیواکي فلسطین په مرکز «راس العین» کښې د اسرائیلو د جنګ د وزیر بني ګانټس د کور مخ ته مظاهرې وکړې او د شعارونو په ورکولو سره یې د نتانیاهو د لومړي وزارت د دوام په هکله د بني ګانټس لخوا له هرډول سازباز او نرمښت ښودلو سره مخالفت وکړ .

اعتراض کونکو د اسرائیلو د جنګ له وزیر بني ګانټس څخه وغوښتل له قدرت څخه د څنګ ته کیدا لپاره د لومړي وزیر نتانیاهو د ډډه کولو په بڼه کښې د پارلمان نوي انتخابات ترسره کړي .

د اسرائیلو اعتراض کونکو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په مالي فساد تورن کړ او شعارونه یې ورکول چې هغه د لومړي وزارت د دوام صلاحیت نلري .

نیواکي ټاټوبي له تیرو څو میاشتو راهسې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د مالي فساد او له کورونا ویروس سره د مقابلې په زمینه  کښې د هغه د کمزوري کړچار پرضد په ځلونو د مظاهرو کتونکي دي او اعتراض کونکو د کورونا ناروغۍ په کنټرولولو کښې د نتانیاهو د کابینې په کمزوري کړچار او د نتانیاهو او د هغه د  میرمنې د مالي فساد په دوسیو باندې نیوکې سره زر تر زره د هغه د استعفا کولو غوښتنه کړي ده .