په يمن کښې له اماراتو سره د وابسته ځواکونو ترمېنځ سخته نښته رامنځته شوه
رسانه اي سرچينو د يمن په لويديځو غاړو کښې له اماراتو سره د وابسته ځواکونو ترمېنځ د سختې نښتې خبر ورکړ.
رسنيو پرون وويل، دغه نښتې له اماراتو سره د وابسته ډلو د مشر طارق صالح د ځواکونو ترمېنځ رامنځته شوې دي.
د دغو سرچينو له مخې د دغو ځواکونو ترمېنځ تاوتريخوالے او نښتې له دې وروسته رامنځته شوې چې له اماراتو سره د وابسته ډلوقوماندان ابوززعه المحرمي د دغې ډلې د يو قوماندان علي ناصر د څنګته کولو فېصله وکړه او بل کس يې د هغه په ځاے وټاکۀ.
په تېرو ورځو کښې هم په المخا او طارق سيموکښې د اماراتي تالي څټو ځواکونو ترمېنځ سختې نښتې رامنځته شوې وې.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.