د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف جنګ دسیمې دبې ثباتۍعامل دی
د امریکا نوي حکومت په متحده عربی اماراتو اوسعودي عربستان دوسلو پلورل درولي دي ، خو وئيل کیږي ، تر څو چې په عمل کې ثابته نشي ، دا هسې چټي ډنډورې سیمې ته امنیت اوسوله نشي ډالۍ کولی .
فارس خبري آژانس دالجزیره ټيلیویژڼی چینل له قوله راپور و رکړی ،د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل بیګا خبرداری ورکړی ،دیمن په ضد دسعودي ائيتلاف جنګ په سیمې کې د بې ثباتۍ عامل دی .
هغه وئيلي دي باید نور په لویدیځي آسیا سیمې کې د وینو بهیدا ودریږي او ښکیل لوري دې دخبرواترو له لارې خپل مینځنۍ شخړې حل کړي او د سیمې خلکو ته دې آرامښت او ثبات بیرته ډالۍ کړي .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا نوي حکومت په متحده عربی اماراتو اوسعودي عربستان دوسلو پلورل درولي دي ، خو وئيل کیږي ، تر څو چې په عمل کې ثابته نشي ، دا هسې چټي ډنډورې سیمې ته امنیت اوسوله نشي ډالۍ کولی .
له دې سره په یووخت دیمن دملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام شرف په خبري کنفرانس کې په عربستان د انصار ... د حملو د درولو لپاره د امریکا د غوښتنې په غبرګون کې وئيلي دي ،کله چې سعودي ائيتلاف د یمن د مظلوم ولس په ضد حملې او کلابندۍ ختمې کړي ،نو دیمن پوځ او ولسی مبارز ځواک به هم خپلې حملې ودروي .